د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مهاجرت ځانګړو ویزو پروګرام ته د افغانانو اندېښنې


د امریکا د ایس آی وي ویزو له لارې امریکا ته یو تللی افغان
د امریکا د ایس آی وي ویزو له لارې امریکا ته یو تللی افغان

په پاکستان کې میشت یو شمیر افغان کډوال چې د متحده ایالاتو د مهاجرت ځانګړو ویزو ته په تمه دي، پر هغه راپورونو اندېښنه ښودلې، چې وايي، په امریکا کې د افغانانو بیا-میشتولو دا پروګرام د سږني کال په پای کې درول کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د مارچ پر شپږمه نېټه په خپل یو راپور کې لیکلي چې، د هغو افغانانو لپاره چې د متحده ایالاتو له حکومت سره یې کار کړی و، په امریکا کې د بیا-میشتولو پروګرام په اساس د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (اېس ای وي) لړۍ د روان ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې درول کېږي. د راپور له مخې، که دا بهیر ودرول شي نو هغه زرګونه افغانان به د طالبانو له غچ سره مخامخ شي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کاوه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر د مارچ په شپږمه نېټه په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته ویلي و چې د افغانانو لپاره د مهاجرت ځانګړو ویزو (اېس ای وي) شاو خوا اته زره قضيې پاته دي چې د سږ کال تر پایه به یې بهیر بشپړ شي. نوموړي دا هم ویلي چې له کانګرس څخه یې غوښتنه کړې چې د پناه غوښتونکیو د منلو شمېر ډېر کړي ترڅو له هغو افغانانو سره خپلې ژمنې پوره کړي چې د امریکا لپاره يې خپل ژوند په خطر کې اچولی و.

خو د افغانانو لپاره د متحده ایالاتو د اېس ای وي پروګرام د دریدو خبر په دغه بهیر کې شامل افغانان اندېښمن کړي دي.

د ننګرهار یو افغان کډوال نېک محمد بهیر چې اوس په پېښور کې اوسيږي امریکا غږ ته وویل، په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا د مهاجرت ځانګړې ویزې بهیر کې داخل شوی دی او له یو کاله زیاته موده کېږي چې هېڅ ځواب یې ندی ترلاسه کړی: ”په افغانستان کې له امریکایانو سره ترجمان وم، که یې ویزه رانکړه، نو له ستونزو سره به مخامخ شم ځکه چې خپل وطن ته هم نشم تلای. “

د امریکا د مهاجرت ځانګړو ویزو په بهیر کې د ځنډ پرضد افغان کډوالو پروسږ کال د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې لاریونونه هم کړي وو.

عبدالغفار حق مل چې دا مهال په اسلام اباد کې خپلې ویزې ته انتظار باسي، امریکا غږ ته وویل، په کابل کې یې له امریکایانو سره کار کاوه، اوس نه خپل هېواد ته تلای شي او نه یې دلته پاکستان پرېږدي. هغه وایي: ”پاکستان هم افغانانو ته امر کړی چې ووزئ نو موږ چېرته ولاړ شو.“

په ۲۰۲۱ کال د اګست پر پینځلمسه نېټه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروستو یو شمېر افغانان د امریکا د مهاجرت ځانګړو ویزو او یو شمیر نور یې لوېدیزو هېوادونو ته د مهاجرت ویزو د پروګرامونو په اساس کډه شول، خو لوی شمېر نور لاهم د ویزو په تمه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG