د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا خپل یو عسکر محاکمه کوي

امریکا خپل یو عسکر محاکمه کوي
امریکا خپل یو عسکر محاکمه کوي

د امریکا اردو وایی چي هغه عسکر به محاکمه کړي چی په افغانستان کي ددرو ملکیانو د وژلو تور په لگیدلی دی.

اردو وویل چي ٢٢ کلن ( جیریمي مار لاک ) به د قتل او نورو جرمونو له کبله په نظامي محکمه کي محاکمه شي. د محاکمې نېټه لا نه ده ټاکل شوې.

( مارلاک ) یو د هغو پنځو امریکایي عسکرو نه دی چي دا تورونه پرې لګیدلي دي چی ملکي افغانان یې د سپورټ په ډول وژل او د هغوي د بدن غړي یې ساتل. مگر دغو عسکرو دا تورونه رد کړی دي.

که په مارلاک باندي دا تورونه ثابت شي، نو په هغه باندي به د مرګ سزا راووځي.

د نظامي محاکمې په جریان کي څارنوالانو وویل چي مارلاک ددې کال په سر کي په خپله خوښه په افغانستان کي درې ملکیان وژلي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG