د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا په ځواب کې توغندي ویشتلي


د جنوبي کوریا د پوځ له خوا په خپاره شوي دې تصویر کې ښودل کیږي چې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمریناتو په لړ کې تاکتیکي توغندي توغول کیږي.
د جنوبي کوریا د پوځ له خوا په خپاره شوي دې تصویر کې ښودل کیږي چې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمریناتو په لړ کې تاکتیکي توغندي توغول کیږي.

د جاپان پر هوايي حریم د شمالي کوریا د بالستیک توغندي د ویشتل کېدو په ځواب کې، امریکا او جنوبي کوریا د چهارشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) په ژېړ سمندرګي کې د توغندیو یو لړ تمرینونه تر سره کړل.

د جنوبي کوریا د پوځ ستر درستیز دفتر وویل، سیول څلور تاکتیکي او دوه بالستیکي توغندي کارولي دي. د لنډ واټن یو بالستیک توغندی د تخنیکي عوارضو په وجه د جنوبي کوریا ګانګ نیونګ ښار ته نږدې د یوې هوايي اډې دننه راپرېوتی، تلفات یې ندي اړولي او په اړه یې څېړنه پیل شوې ده.

ددې توغندي د غورځېدو له امله، سمندر ته څېرمه د ګانګ نیونګ ښار لړزېدلی او اوسېدونکو یې وېره څرګنده کړې وه چې ښايي شمالي کوریا برید کړی وي. خو د پوځ چارواکو څو ساعته وروسته د پیښې خپلی وکړ.

د سه شنبې په ورځ د جاپان د کابینې غړي هیرکازو ماټسونو رسنیو ته وویل چې د شمالي کوریا یو توغندی د جاپان ساحل ته څېرمه د آرام سمندر په اوبو کې ولګېد او له امله یې جاپاني مسولینو د هوکایډو ټاپو او آوموري سیمې اوسېدونکي امن ځایونو ته ولېږدول.

د جنوبي کوریا پوځ وویل چې د ۹۷۰ کیلومتره په ارتفاع او ۴۵۰۰ کیلومتره په واټن پرواز کوونکی د منځني واټن دا بالستیکي توغندی د شمالي کوریا له جګانګ سیمې څخه توغول شوی و.

د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې، د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا او ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ په تلیفون کې خبرې وکړې او د شمالي کوریا دا کار یې وغنده.

په اعلامیې کې راغلي: "مشرانو په ګډه د شمالي کوریا د توغندیو ازموینه په سختو ټکو وغندله او دا یې د جاپان د خلکو او سیمې د ثبات لپاره خطرناکه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړو ښکاره سرغړونه وبلله."

د اعلامیې له مخې، بایډن د جاپان د دفاع دپاره د امریکا پر ژمنو ټینګار وکړ.

د جاپان د دفاع وزیر یاسوکازو هامادا وویل، د شمالي کوریا د منځني واټن دا توغندی د جاپان پر هوايي حریم د یوې دقیقې لپاره الوتنه وکړه او له مخکیني اټکلونو زیات، د شاوخوا ۴۶۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته د جاپان ختیځ په ۳۲۰۰ کیلومترۍ کې په سمندر کې ولګېد.

د جاپان پر خاوره د شمالي کوریا د توغندي تیرېدو د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې او حساسیتونه راپارولي. د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاندې اډرین واټسن د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې د شمالي کوریا دا اقدام "خطرناک، بې پروا" او "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو او نړیوال خوندیتوب د نورمونو له پامه غورځول" وبلل.

په دې وروستیو ورځو کې د کوریا په ټاپو وزمه کې کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دی. د سه شنبې د روځې له توغونې سره دا په تیرو لسو ورځو کې د شمالي کوریا د بالستیک توغندیو پنځمه آزموینه ده. پیونګ یانګ له دې وړاندې د سپتمبر په ۲۵، ۲۸، ۲۹ او د اکتوبر په لومړۍ نېټه هم دې ته ورته آزموینې کړي دي چې په ځواب کې یې په تیرو پنځو کلونو کې د لومړي ځل دپاره د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا ترمنځ په ګډو سمندري تمریناتو کې د اتومي ځواک لرونکي سترې امریکايي بېړۍ یو اس اس رونالډ ریګن برخه اخیستې ده.

په همدې تړاو د جاپان، امریکا او جنوبي کوریا د اوبتل ضد درې اړخیز پوځي تمرینونه هم د ۲۰۱۷ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د جنوبي کوریا په ساحل کې ترسره شول.

XS
SM
MD
LG