د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ به په سپینه ماڼۍ کې د جنوبي کوریا د ولسمشر کوربه توب وکړي


سپینه ماڼۍ وايي چې ټاکل شوې ده د امریکا ولسمشر دونالډ‌ ټرمپ خپل د جنوبي کوریا د سیال لي جي میونګ سره ددې میاشتې په پای کې په سپینې ماڼۍ کې وګوري.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي امریکا غږ ته د ایمیل له لارې ویلي دي چې ولسمشر لي به د اګست پر ۲۴ مه نېټه واشنګټن ته راورسېږي او د اګست پر ۲۵ مه نېټه به د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

دا به د دواړو متحدو هیوادونو د مشرانو لومړي لیده کاته وي. دا به واشنګټن ته د ولسمشر په صفت د ښاغلي لیي لومړی سفر وي. هغه د جون په میاشت خپله د جمهوري ریاست دوره پیل کړه.

دغه لیده کاته په داسې حال کې کېږي چې دواړو هیوادونو په دې ورستیو کې د پانګونې او وارداتو په برخو کې د سوداګرۍ یو نوی تړون لاس لیک کړ.

ولسمشر ټرمپ تیره میاشت اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو د جنوبي کوریا سره پر یوه «بشپړ او مکمل سوداګریز تړون» موافقه کړې ده چې په لړ کې به یې امریکا ته د جنوبي کوریا پر ټولو وارداتو ۱۵ فیصده تعرفه وضع شي.

د جنوبي کوریا سره د تړون پر اساس، دغه هیواد ژمنه کړې چې په امریکا کې به ۳۵۰ میلیارده ډالره پانګونه پر هغو پروژو وکړي چې ولسمشر ټرمپ یې انتخاب کړي لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ د ټروډ سوشل پر ټولنیزې رسنۍ باندې په یوه پوسټ کې هم اشاره ورته وکړه او دغه راز د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت به د امریکا څخه ګاز او د انرژۍ د برخې نور توکي رانیسي.

دواړو هیوادونو دغه راز پر دې باندې هم موافقه کړې چې جنوبي کوریا به د امریکا سره تجارت ته آماده وي او امریکايي توکي به ومني چې په کښي، کوچني موتړان، غټ موټران او زراعتي توکي شامل دي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې جنوبي کوریا به د امریکا پر توکو تعارفې وضع نه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG