د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: سیول دې د امریکایي پوځیانو د لگښت زیاته برخه ورکړي


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ټینگار کوي چې په جنوبي کوریا کې د میشتو امریکایي پوځیانو د لگښت زیاته برخه دې سیول ورکړي.

اوسمهال څه دپاسه ٢٨ زره امریکایي پوځیان د شمالي کوریا د گواښونو په خاطر په جنوبي کوریا کې میشت دي.

امریکایي او د جنوبي کوریا مقاماتو د دوشنبې په ورځ نومبر ١٨ د دریم ځل لپاره سره بیا مذاکرات وکړل چې سیول په کوریا کې د میشتو امریکایي پوځیانو د لگښت زیاته ونډه ادا کړي.

یو شمیر رسنیو رپوټ ورکړی چې ښاغلي ټرمپ د جنوبي کوریا نه غوښتي دي چې د امریکایي پوځیانو د لگښتونو د تامین لپاره په کال کې پنځه میلیارد ډالر ورکړي.

د جنوبي کوریا یو شمیر اوسیدونکو د امریکا د دغې غوښتنې په غبرگون کې د دوشنبې په ورځ په هغه ځای کې چې واشنگټن او سیول سره مذاکرات کوي مظاهره وکړه او امریکا یې "په چور او غلا" تورنه کړه.

پدې ترڅ کې د امریکا د مذاکره کوونکي پلاوي مشر جیمز دی هارت یوې دوه اړخیزې هوکړې ته د لاس رسي په هکله هیله څرگنده کړې ده. د امریکا د دفاع وزیر هم تیره اونۍ د جنوبي د دفاع وزیر سره له لیدنې وروسته وویل چې جنوبي کوریا یو بډایه هیواد دی او کولای شي چې د پام وړ لگښت ورکړي.

ښاغلي ټرمپ تل د ناټو په متحدینو انتقاد کړی دی چې د ناټو سازمان په دفاعي چارو کې په پوره اندازه پانگونه نکوي. ټاکل شوې په نژدې راتلونکې کې د جاپان او جرمني سره په ځانگړې توگه په دفاعي لگښتونو خبرې پیل شي او راتلونکی کال پدې اړه د ناتو سره هم چانه ووهل شي.

XS
SM
MD
LG