د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: د طالبانو له خوا د افغان میرمنو ځپل به اسلامي نړۍ ته خطرناکې پایلې ولري


رینا امیري د یو شمیر اسلامي هیوادونو د استازو سره د کتنې وروسته ویلي، چې په دغو کتنو کې ټول په دې موافق و، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په ډیره سخته توګه د ښځو او نجونو ځپل به اسلامي هیوادونو ته خطرناکې پایلې ولري.

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري پنځم) په څو پرله پسې تویټونو کې په هغو هیوادونو کې، چې اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو د ناسم چلند د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

میرمن امیري ویلي، چې متحده عربي اماراتو ته سفر او د البانیا، بنګله دیش، مراکش، سعودي عربستان، د اسلامي همکاریو سازمان او تونس له استازو سره وروستۍ خبرې او تعاملات، هیله بخښونکی و.

دغو استازو میرمن امیري ته ویلي، چې د ښځو حقونه په اسلام کې خوندي ځای لري او د اقتصادي پرمختګ او ټیکاو لپاره مهم دي.

میرمن امیري ویلي: "پراخ توافق و چې په شدت د افغان ښځو او نجونو ‌ ځپل، یوه بوږنونکې پیلامه ده، په ځانګړې توګه د اکثریت مسلمانو هیوادونو لپاره دغې تګلارې باید عادي نشي او نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودریږي."

میرمن امیري زیاته کړې ده: "موږ موافقه وکړه چې د دیپلوماتیکو هڅو او کلک ملاتړ له لارې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ګډ کار ته دوام ورکړو".

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ټاکل شوې هغه افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي اتسازي توماس ویسټ سره یوځای د جولای د روانې میاشتې په پای کې د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د یو پلاوي سره وګوري.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول د ښځو او نجونو پر حقونو باندې محدودیتونه لګولي دي. طالبانو د شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو د نږدې دوو کلنو راهیسې بندیز لګولی دی.

طالبانو د تیر ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې هم منع کړې او هم یې په غیر حکومتي موسسو کې ښځې د کارکولو څخه منع کړې. طالبانو واک ته د رسیدلو وروسته ښځو ته د څو محدودو ادارو پرته په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ده ورکړې.

همداشان دغې ډلې د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې په لومړیو کې د ملګروملتونو په دفترونو کې هم ښځې د کارکولو څخه منع کړې.

د طالبانو حکومت په تیرو نږدې دوه کلنو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم د بندیدو په اړه جلا جلا دلیلونه څرګند کړي دي. په دې دلیلونو کې د اسلام له نظر د ښځو تعلیم د اجازې په ګډون افغانستان کې کلتوري مسایلو ته هم اشاره شوې ده.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د نجونو د زده کړو د بندیدو په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ په دې مسله د اختلاف له امله تراوسه د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه نه دي خلاص شوي.

ښاغلي حقاني وویل، چې د ښځو او نجونو د تعلیم د 'اختلافي' مسلې حل به وخت واخلي.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د طالبانو له حکومت څخه د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتني کړي خو د طالبانو حکومت دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره له طالبانو څخه د ښځو او د مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی او د القاعده ډلې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کولو شرطونه ایښي دي.

XS
SM
MD
LG