د لاس رسي وړ اتصالات

رینا امیري: طالبان باید د خپلې ایډیالوژۍ پر ځای هېواد او ولس ته لومړیتوب ورکړي


په افغانستان کې د پوهنتونونو د کانکور د ازموینې د بهیر د پیل سره هممهاله د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې میرمن رینا امیري د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د غوښتنې څخه ملاتړ کړی دی.

میرمن امیري د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د افغان نجونو بریا د افغانستان بریا ده.

میرمن امیري لیکلي: "طالبان باید د خپلې ایډیالوژۍ پر ځای هېواد او ولس ته لومړیتوب ورکړي".

میرمن امیري دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو حکومت د کانکور په ازموینه کې د ګډون فورمې یوازې د ۱۲ ټولګو څخه فارغ شوو هلکانو ته استولي دي.

د طالبانو د حکومت د کانکور د ملي ادارې د خپل ټویټر په پاڼه لیکي: "د سږ کال کانکور آزموینې په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له لورې يوازې د نارینه محصلانو جذب مکتوب راغلی دی؛ فلهذا دا کار د عالي تحصیلاتو دی، چې له چا څخه ازموينه اخلي او يا يې نه اخلي او په دې برخه کې د ازموينو ملي اداره کوم مسؤليت په غاړه نه لري."

د طالبانو د حکومت د کانکور د ملي ادارې سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني، تیره اونۍ د باختر اژانس سره چې د طالبانو له خوا اداره کیږي په مرکه ویلي و، چې ټاکل شوې سږکال د کانکور ازموینه به لومړی په ۱۱ ولایتونو کې چنګاښ د میاشتې په ۲۹ او ۳۰ واخیستل شي.

او ورپسې به په ۱۲ ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخیستل شي او په درییم پړاو کې به د کانکور ازموینه په لسو ولایتونو، په څلورم پړاو کې به د کابل ولایت کې د کانکور ازموینه واخیستل شي او په پنځم پړاو کې به د کانکور متفرقه ازموینه، چې د افغانستان څخه بهر د زده کوونکو په ګډون واخیستل شي.

مولوي حقاني وویل: "کومه ازموینه، چې راتلوونکي کې اخیستل کیږي په دریو برخو تقسیم شوي دي، چې هغه طبي برخه اجتماعي برخه او سیانسي برخه ده، همدغه تخصیص خصوصي پوهنتونونو ته مونږ هم ورکوو ترڅو ځوانانو ته سهولت پیدا شي بل طرف ته د مشکلاتو او ستونزو مخنیوی وشي".

تراوسه لا څرګنده نه ده، چې د سږکال د کانکور په ازموینه کې به څومره د ۱۲ ټولګي زده کوونکي برخه واخلي او څومره به په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې جذب شي.

د راپورونو له مخې تیر ۱۴۰۱ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې، چې د ۱۲ ټولګي څخه د فارغ شویو نجونو د ګډون پرته اخیستل شوې وه شاوخوا ۱۵۰ زره د دولسم ټولګي فارغانو ګډون کړی و، چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت د معلوماتو له مخې ۱۱۵ زره تنه یې پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې جذب شوي و.

که څه هم د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې د کانکور د ازموینې د ملي ادارې له خوا د نجونو په په څو لیسو کې د کانکور د ازماینو د فورمو د ویشلو په اړه راپورونه ورکړل شوي و، خو تراوسه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت په رسمي ډول د کانکور په ازموینه کې د نجونو ګډون نه دی تائید کړی.

همداشان یو شمیر نجونو امریکا غږ ته ویلي، چې تراوسه یې د کانکور په ازموینه کې د ګډون فورمې نه دي ترلاسه کړي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته د منځنۍ او لیسو په ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی. همداشان د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د ښځو او نجونو په زده کړو هم بندیز ولګوه.

ددغو اقداماتو سربیره طالبانو په دولتي او غیر دولتي موسسو کې ښځې د کار څخه منع کړي او په ټولنیز ژوند کې یې پر ښځو او نجونو په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د طالبانو څخه پر ښځو د لګیدلو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنې کړي، خو تراوسه د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

طالبان وايي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي. همداشان طالبان د نجونو او ښځو په تعلیم بندیزونه موقتي ګڼي او وايي، چې دا بندیزونه دایمي نه دي.

XS
SM
MD
LG