د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن: طالبان د ښځو د حقونو په محدودولو سره د خپل قبولیت او مشروعیت مخه نیسي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغان ښځو او نجونو حقونه په نړیواله کچه د طالبانو د قبولیت او مشروعیت په لاره کې یو خنډ دی.

د دغه وزارت ویاند ویدانت پټیل په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو او زده کړو ته په اشارې وویل: «دا یوه عمده برخه ده چې د نړیوال قبولیت او مشروعیت لپاره د هغوی [طالبانو] د اعلان شوي تمایل سره تړاو لري.»

نوموړي د چهارشنبې په ورځ جون ۲۱ [جوزا۳۱] په واشنګټن کې په یو خبري کنفرانس کې په دې اړه د امریکا غږ د افغانستان څانګې د پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه: «تر څو پورې چې هغوی [طالبان] د خپلې ټولنې د بلې نیمايي برخې [نارینه وو] په څېر دې نیمايي برخې [ښځو] ته هم حقوق، مزایا او امکانات ورنکړي، یوازې د افغانستان اینده شا ته نه ټیل وهي، بلکې د خپلې غوښتنې په لاره کې هم خنډ کېږي- د نړیوال قبولیت او مشروعیت غوښتنه.»

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته، په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو په زدکړو بندیز ولګوه او د معارف او روغتیا له برخې پرته یې په نورو برخو کې د ښځو کار منع اعلان کړ او د هغوی په سفر او ازاد تګ راتګ یې هم محدودیتونه ولګول.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتنبایووا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل که طالبان غواړي چې د رسمیت پېژندنې لپاره یې ګام واخیستل شي او نړیوالې ادارې په اغیزناک ډول له افغانستان سره مرستې وکړي، باید هغوی په ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لېرې کړي. که داسې ونکړي، د روزا اتنبایووا په خبره نړیواله ټولنه به یې په رسمیت ونه پېژني.

هغې وویل چې د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو او غړو څخه یې غواړي چې په رسمیت یې وپېژني، خو په عین وخت کې د دغه سازمان د منشور د عمده ارزښتونو په خلاف عمل کوي. روزا اتنبایووا زیاته کړه: «ترڅو پورې چې دا فرمانونه [د افغان ښځو په حقونو محدودیتونه] په خپل حال وي، تقریبآ نا ممکنه ده چې نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.»

له شاوخوا دوو کلونو راهېسې طالبانو په افغانستان کې ښځې په نړیوالو ادارو کې له کار کولو منع کړې‌ او څو میاشتې مخکې یې د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې هم له کار کولو منع کړې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ شارژدافیر نصیر احمد فایق د طالبانو دا کار له ملګرو ملتونو څخه «باج ګیري» بولي.

فایق د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل: «په تېرو دوو کلونو کې نړیوالې ټولنې له طالبانو سره په خبرو او بحثونو کې، د یوې هیلې په اساس د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې مشترکو غوښتنو سره مثبت تعامل کړی. خو هغوی [طالبانو] یوازې دا نه چې د غو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، بلکې په عمومي ډول یې رد کړي دي.»

نوموړي وویل طالبان هڅه کوي چې د خپل تحریف شوي تفسیر په اساس، اسلام او افغان فرهنګ توجیه کړي. دا څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت له ښځو او نجونو سره د طالبانو چال چلند «جنسیتي اپارتاید» وباله.

هغه له نړیوالو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې «جنسیتي اپارتاید» د «نړیوال جرم» په توګه وپېژني او په ښځو باندې د محدودیتونو له کبله له طالبانو سره حساب وکړي.

ریچارد بنیت زیاته کړه: «له ښځو سره عمیق او بنسټیز شوی سیستماتیک تبعیض د طالبانو په باور او حاکمیت کې نغښتی دی، دې کار دا اندېښنې زیاتې کړې چې ممکن هغوی د جنسیتي اپارتاید مسئول وي.»

د طالبانو د حکومت د ریچارډ بنیټ راپور د خپل حکومت په خلاف د پروپاکند یوه برخه ګڼلې. طالبان ادعا کوي چې د «اسلامي شریعت او افغان» فرهنګ په اساس ښځو او نجونو ته حقوق ورکوي. دوی ټېنګار کوي چې دا پرېکړې د «دیني لارښوونو» په اساس شوې دي‌ او نړۍ یې باید درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG