د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران د اجباري‌ حجاب په تړاو له تېرو مظاهرو څخه درس نه دی اخیستی 


د ایران په چارو کې د امریکا د متحده ایالتونو د ځانکړي استازي دفتر په ایران کې د اجباري حجاب د قانون د تطبیق په لړ کې د «ښځو د ځپلو» د لړۍ د بیا پيل کېدو په اړه ویلي دي چې دغه هېواد له تیرو مظاهرو څخه هېڅ زده کړه نه ده کړې.

دغه دفتر په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «داسې ښکاري چې د ایران رژیم له اعتراضونو څخه هېڅ زده کړه نه ده کړې. ښځې او نجونې په هر ځای کې چې هر څه غواړي واغوندي، باید اجازه ولري.»

د ایران د ارشاد پولیسو د اجباري حجاب اغوستلو د مخالفانو په خلاف اقدامات بیا پیل کړي او دا ځل یې د تېر په پرتله له ښځو سره چلند هم بد دی. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې د خلکو او مامورانو ترمنځ اخ او ډب شوی دی.

د یکشنبې په ورځ د رشت ښار په هوايي ډګر کې د مامورانو او خلکو ترمنځ د نښتې تصویرونه ډېر خپاره شول. په تصویر کې ښودل کېږي چې ماموران د هغو ښځو د نیولو هڅه کوي چې د اجباري حجاب د اغوستلو حکم نه مني.

د تهران د «ګیشا» په سیمه کې د ارشاد د برخې د پولیسو د اقداماتو له بیا پیل کېدو او له مامورانو سره د خلکو له نښتو وروسته، د ځوان په نامه ورځپاڼې د دوشنبې په ګڼې کې دا ویدیوکانې جعلې وبللې او یې ولیکل چې دا «له حاکمیت سره د ښځو د تقابل» لپاره خپرې شوې دي.

دا ورځپاڼه، چې د سپاه پاسداران پورې اړه لري، هغه ویدیو «جعلي» بللې چې د ایرانیانو په دودیز حجاب کې یوه پټه ښځه هڅه کوي یوه بل سر لوڅې ښځه موټر ته پورته کړي.

د تسنیم خبري اژانس هم د ایران د یو مقام له خولې، چې نوم یې لیکل شوی دی نه دی، لیکلي دي چې په هېڅ صورت به د ارشاد پولیسو موټرونه بیا سړکونو ته را ونه وځي‌ او نه به ولیدل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران د انتظامي‌ ځواک د قومندانۍ ویاند ومنله چې د ارشاد پولیسو بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG