د ملیشو یوې ډلې چې د ایران سره تړلې ده، د همدې تیرې چارشنبې په ورځ د عراق په پایتخت بغداد کې د متحده ایالاتو په دیپلوماتیکې ودانۍ برید وکړ او د دیپلوماتانو لار یې نیولې وه.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې دا برید په سختو ټکو غندلی او "ناوړه ترهګریز برید" یې بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کرسټوفر لانډاو تیره ورځ په واشنګټن کې د عراق سفیر، نزار خیرالله ورغوښتی و او پدې هیواد کې د ټولو ایراني پلوو ملیشه ډلو له منځه وړلو لپاره یې په "سمدستي توګه د ټولو اقداماتو" څخه د کار اخیستو غوښتنه وکړه.
د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د اپریل میاشتې ۸ مې نیټې دې برید څخه وړاندې ، په عراق ، ګاونډیو هیوادونو او کردستان سیمې کې په امریکایي اتباعو، دیپلوماتیکي تاسیساتو، سوداګریزو ګټو او همدارنګه په عراقي ادارو او ملکیانو باندې سلګونه بریدونه شوي.
د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، دې بریدونو ته د عراق د امنیتي ځواکونو د غبرګون ستاینه کړې خو د مخنیوي لپاره یې د عراق د حکومت په ناکامۍ هم ټینګار کړی.
په اعلامیې کې راغلي چې یو شمیر عناصر چې د عراق د حکومت سره تړلي دي، لا هم په فعاله توګه د دې ملیشو سره سیاسي، مالي او عملیاتي مرستې کوي او خبردرای یې ورکړی چې دا کار د بغداد – واشنګټن په اړیکو ناوړه اغیزه کوي.
په واشنګټن کې د عراق سفارت او ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې خو تر دې وړاندې عراقي چارواکو پدې تیرو څو اوونیو کې په بغداد کې د متحده ایالاتو په سفارت باندې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه غندلي او د مرتکبینو د نیول کیدو غوښتنه یې کړې.
په بغداد کې د متحده ایالاتو سفارت هم ایران پلوو ډلو ته د نورو بریدونو پر ضد خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې که د هغو ایران پلوو ملیشو او افرادو په هکله معلومات لري، چې پدې تازه بریدونو کې یې لاس درلود نو د سفارت سره دې اړیکه ونیسي.
فورم \ دبحث خونه