د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان او افغان حکومت دې د کابل او ننګرهار د بریدونو عاملینو ته سزا ورکړي- امریکا


تر اوسه د دغو بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی
تر اوسه د دغو بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی

د امریکا د بهرنیو چارو و وزارت په افغانستان کې د سه شنبې د ورځې د خونړیو پیښو د غندنې سربیره طالبان او افغان حکومت دې ته هڅولې چې تر څو د دغو بریدونو عاملین محاکمه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي چې د روژې په میاشت او د کرونا د ویروس د وبا د خپریدو د ګواښونو په منځ کې "کرکې پارونکي" او "بږنوونکي تروریستي" بریدونو ترسره کیدل په سختو ټکو غندي.

اعلامیه کې ویل شوي" وموکتل چې طالبانو د کابل او د ننګرهار په بریدونو کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي او بریدونه یې د غندنې وړ بللي دي. طالبان او افغان حکومت د قانون منګلو ته د دغو بریدونو د عاملینو د سپارلو لپاره باید یو بل سره همکاري وکړي".

د سه شنبې په ورځ مې۱۲ ( غوايي۲۳) په دوو خونړیو بریدونو کې ښځو او نوو زیږیدلو ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۳۷ تنه وژل شوي او ۸۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

تراوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی. طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کابل پر روغتون او د ننګرهار د ښېوې په ولسوالۍ کې د جنازې د لمونځ کوونکو په منځ کې ځانمرګی برید د دغې ډلې د وسله والو کار نه وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی ترهغې چې په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې دوامداره کمښت رانشي او د سیاسي هواري په برخه کې د پرمختګ په برخه کې هڅې کافي حد ته ونه رسیږي دا هیواد به همدغسې د تروریستي فعالیتونو تر اغیز لاندې پاتې شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانان د تروریزم څخه پاک راتلوونکي مستحق دي.

د دغه بریدونو څو ساعته وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني ملت ته په یوه تلویزیوني وینا کې افغان امنیتي ځواکونو ته د تعرضي بریدونو د ترسره کولو امر وکړ.

ښاغلي غني وویل" د هیواد د دفاع، د هیوادوالو اوعامه تاسیساتو د امنیت او خوندیتوب او د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو او ګروپونو د بریدونو او تهدیدونو د دفعه کولو او د دوی د ځپلو په موخه د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کوم چې د دفاعي حالت پرځای بېرته تعرضي حالت اختیار کړي او د دښمن پر وړاندې خپل عملیات پيل کړي".

د امریکا د دفاع وزارت ویاند تامس کمبل د ښاغلي غني وینا ته په غبرګون کې وویل " د موافقې پر اساس (طالبانو سره)، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې د طالبانو د بریدونو په صورت کې به امریکايي ځواکونه دفاعي بریدونو ته دوام ورکړي".

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح او د دغه هیواد د ملي امنیت د شورا د سلاکار حمذالله محب په ګډون د افغان حکومت یو شمیر چارواکو طالبان د اسلامي دولت یا داعش او نورو تروریستي ‌ډلو سره په نږدې همکارۍ تورن کړي او د سه شنبې د ورځې بریدونه ته په اشارې یې ادعا یې کړې چې طالبان د دغو تروریستي ډلو سره په ګډه په افغانستان کې تروریستي بریدونه ترسره کوي.

طالبانو د جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګندونو ته په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د دغې ډلې او امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ په دوحه کې د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته افغان حکومت د سولې د بهیر پر وړاندې خنډونه راولاړ کړي دي.

دا اعلامیه وايي " اسلامي امارت قطعات د دښمن هرډول تحرکاتو او تعرض پر وړاندې کلکه امادګي لري له خپلو خلکو سنګرونو څخه به کلکه دفاع وکړي".

په افغانستان کې په تیرو دوو اونیو کې په جګړو کې زیاتوالی راغلی دی. طالبانو د اوږدې مودې وروسته په څو ولایتونو کې پر افغان امیتي ځواکونو د بریدونو مسولیت هم په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG