د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست امنیه قوماندان ماین چاودنه کې وژل شوی


د خوست وژل شوی امنیه قوماندان سید احمد بابازی
د خوست وژل شوی امنیه قوماندان سید احمد بابازی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د خوست ولایت امنیه قوماندان سید احمد بابازی د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه پېښه تیره شپه ۱۱ بجې د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند ځینیخېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسولیت منلی دی.

نن جمعه مۍ۸(غويي۱۹) د کورنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:"په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو بېګاه شپه یوولس بجې د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سید احمد بابازی د دښمن دسړک غاړې ماین له امله شهید شو."

د خوست سیمه ییز چارواکي بیا وايي، نوموړی تیره شپه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ خواجه رحیم سیمه کې د طالبانو تر برید لاندې پولسو ته د کمک لپاره روان و چې پر هاموي ټانک یې چاودنه وشوه.

د خوست ولایت مقام پر فېسبوک پاڼه د خوست والي محمد حلیم فدايي له قوله ویل شوي:"اروښاد مل پاسوال سید احمد بابازی تېره شپه د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ خواجه رحیم سیمه کې چې کله طالبانو په یوه پوسته حمله وکړه، نوموړی هغوی ته حمایې په موخه د عملیاتو ور روان و چې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې د مکار او غدار دښمن لخوا په شهادت ورسیده."

د یاد ولایت د معلوماتو په اساس په چاودنه کې د امنیه قوماندان ترڅنګ د هغه سکرټر او دوه نور پولیس هم وژل شوي او یو بل پولیس ټپي شوی دی.

د خوست پر امنیه قوماندان سید احمد بابازي د چاودنې مسؤلیت طالبانو واخیست.
بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت د خوست پر امنیه قوماندان یاده چاودنه غندلې او د پېښې له قربانیاننو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

مل پاسوال سید احمد بابازي له تیرو دوو کلونو را پدېخوا د خوست ولایت د امنیه قوماندان په توګه دنده تر سره کوله، هغه تر دې مخکې د یاد ولایت د امنیت امر هم و.

XS
SM
MD
LG