د لاس رسي وړ اتصالات

د اسحاق توپان د جمهوري غوښتونکو عمومي غونډه وځنډوله


د فلوریډا د تمپا په ښار کې د بارانونو او تند باد له کبله د جمهوري غوښتونکو د ملي غونډې مهال ویش اغیزمن شو. ټاکل شوې چې د جمهوري غوښتونکو ګوند به په دې غونډه کې میت رامني او د هغه مرستیال پال راین خپل د کاندیدانو په توګه اعلان کړي چې د نومبر په میاشت کې د ولسمشر اوباما په مقابل کې ودرېږي.

خو موسومي توپان اسحاق د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي دې ته اړ کړل چې د خپل غونډې په تړاو فعالیتونه وځنډوي . دغه توپان پرون د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه نه چې د کریبین په سیمه کې یې مرګ ژوبله رامنځ ته کړه، د فلوریډا د سیمې نه تیر شو او هلته یې شدید بارانونه او تند باد رامنځ ته کړ.

د جمهوری غوښتونکي ګوند چارواکي وايي چې د مصونیت له وجې یې د ګوند د ملي غونډې پرانیستل د سې شنبې تر ورځې پوری ځنډولی دي.

ټاکل شوې چې رامني د پنجشنبې په ورځ خپله بیانیه ورکړي.

د اسحاق په نامه موسومي توپان اوس د مکسیکو په خلیج کې دی. دغه توپان د میامي او فلوریډا د سیمو څخه تیر شو چیري چې یې شدید باد او باران رامنځ ته کړ. د هریکن یا د جکړونو ملي مرکز وايي چې د اسحاق په نامه توپان به سباح د سې شنبې په ورځ د فلوریډا او لوزیانا په سیمه کې په هریکن یا جکړ بدل شي.

د اسحاق د توپان له وجې د امریکا د الباما، فلوریډا، لوزیانا او میسي سي پي ایالتونو د بیړني حالت اعلان کړی دی. دغه راز د نیو اورلینیس د ښار ښاروال میچ لاندریو هم په خپل ښار کې د بیړني حالت اعلان کړی او د ښار اوسیدونکو ته یې وویل چې د څو ورځو دپاره دي د برېښنا او اوبو کمښت ته ذهنا چمتو شي. دغه راز نوموړی پر خلګو غږ وکړ چې د خطر د سیمو نه دي د هدایت سره سم ووځي.
XS
SM
MD
LG