د لاس رسي وړ اتصالات

د سویس په تفریحي ښار کې دمرګوني پېښې په اړه د امریکا د خواشینۍ پیغام


د سویس په تفریحي ښار کې د اورلګیدنې پېښه
د سویس په تفریحي ښار کې د اورلګیدنې پېښه

د سویس په برن ښار کې د امریکا سفارت وایي چې د پنجشنبې په سهار د سویس د سکي په تفریحي ښار کران–مونتانا کې په یوې له ګڼه‌ګوڼې ډکې میخانې کې د اور له امله چې شاوخوا ۴۰ کسان پکې ووژل شول او له ۱۰۰ څخه ډېر ټپیان شول، «ژوره خواشیني» څرګنده کړه.

د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي: «زموږ خواخوږي او دعاګانې له هغو کسانو سره چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، ټپیان شوي، او د هغوی له کورنیو او خپلوانو سره دي.»

اعلامیه همدارنګه زیاتوي: «موږ د لومړنیو ژغورونکو او بېړنیو خدماتو له کارکوونکو څخه د هغوی د چټکو او زړورو هڅو لپاره صادقانه مننه کوو.»

اور د نوي کال د لمانځنو پر مهال، له نیمې شپې څخه لږ تر لږه دوه ساعته وروسته، په یوې میخانې کې یا بار کې خپور شو.

د دې مرګوني پېښې په اړه پلټنې روانې دي. سویسي چارواکي وایي چې تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی معلوم شوی، خو د برید امکان یې رد کړی دی.

کران–مونتانا د برن ښار څخه شاوخوا ۱۲۷ کیلومتره سوېل کې موقعیت لري. ددې ښار، ښاروال نیکولا فېرو ویلي چې «لومړنی هدف دا دی چې د ټولو جسدونو پېژندنه وشي»، او زیاته یې کړه چې دا بهیر کېدای شي څو ورځې وخت ونیسي.

دا نوموتی تفریحي ښار د نړیوالو سیلانیانو ترمنځ ډېر مینه وال لري. د ایټالیا او فرانسې چارواکو ویلي چې د هغوی ځینې اتباع هم د ورکو کسانو په ډله کې شامل دي.

د فرانسې مسلکي فوټبال کلب ویلي چې د دوی یو ۱۹ کلن لوبغاړی، تایریس دوس سانتوس، سخت سوځېدلی او د درملنې لپاره په الوتکه کې د جرمني یوه روغتون ته انتقال شوی دی.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې آیا پدې میخانې کې امریکایي اتباع هم موجود وو او که نه، خو په برن کې د امریکا سفارت «په سویس کې مېشتو امریکایي وګړو څخه وغوښتل چې خپلې کورنۍ او دوستان د ځانونو د خوندیتوب په اړه خبر کړي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG