د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سورېې د یاغیانو ډله ترورسته بللې ده


US SYRIA
US SYRIA

امریکا د سوریې د یاغیانو گروپ، ترورستی سازمان بللی دی، په داسی حال کی چه غربی قدرتونه کوشش کوی د سوریی دپاره د مخالفینو نوي اتلاف ته بین المللي ملاتړ تر لاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسمي اعلان نه دی کړی چه د نصرا جبهه یو ترورستی سازمان دی، خو ټاکل شویده چه د حکومت په اسنادو کی چه ټاکل شویده نن د سه شنبې په ورځ خپاره شی، دغه جبهه په عراق کی د القاعدې د ملگرو په لیست کی شامله ده.

د امریکا د خارجه وزارت نطاقې ویکتوریا نولند پرون خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وویل، امریکا د نصرا د جبهې په هکله چه د عملیاتو لمن یې د سوریې گاونډیو هیوادونو ته خپره شویده، اندیښنه لري.
د یو ترورست سازمان په حیث امریکایان ددې گروپ سره کار نه شي کولی.
د نصرا جبهې ویلی دی چه په سوریه کې یې ځان مرگي حملی کړیدي.
د اروپایی اتحادیې او امریکا مامورین به سبا ته د چارشبنې په ورځ په مراکش کی د سوریې د ملگرو په غونډه کې ، چه د جمهورریس بشارالاسد د مخالفو یاغیانو سره د ملاتړ دپاره جوړیږی، گډون وکړي.

فرانسې ، برتانیی او د خلیج د همکارۍ د شورا غړو د مخالفینو اتلاف د سوریی د خلکو د نماینده په حیث پیژندلی ده. سره ددی چه د ښاغلي اسد د لیری کولو په هکله پراخ ملاتړ شته ، خو امریکا او ځنې اروپایی هیوادونه زړه نا زړه دي چه دغه اتلاف په بشپړ ډول د سوریی د ولس نماینده وگڼي.
د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیگ پرون هیله څرگنده کړه چه ډیر هیوادونه ددغه اتلاف سره ملاتړ وښیی.

هغه ویلی دی چې د سوریی د ملی اتلاف رهبر موفاز ال خطیب په دغه ملی اتلاف کی د ټولو ډلو د شمولیت په هکله ځنې وضاحتونه وکړل چه په سوریه کی د کردانو او عیسویانو او ټولو نمایندگان شته دی. معلومداره خبره ده چه برتانیی دغه اتلاف د وخته د سوریی د خلکو د قانونی نماینده په حیث پیژندلی دی.

د جرمنی صدراعظ گایدوویسترویل همدغه راز وویل، د ال خطیب اتلاف د ډیر ملاتر مستحق دي، دغه اوس ډیر سم اوصحیح فرصت دی چه نن د سوریی ملی اتلاف نور هم سیاسی ملاتړ تر لاسه کړی. مونږ قوت استعمال کړی، مونږه اوس هم دغه فرصت لرو او فکر کوو چه دا به د اسد د رژیم د له منځه وړلو د جریان د تقویه کولو دپاره ډیر مهم اقدام وی.

د اروپایی اتحادیی د خارجی چارو ریسی کترین اشتن وویل ، دا مهمه ده چه د نورو ټولو اقداماتو سره سره یو سیاسی جریان هم موجود وی. تاسو باید ددی ځای نه هغه ځای ته ورسیږی چه په سوریه کی یو پراخ او جامع حکومت ، یو داسی حکومت جوړ شی چه خلک ټول ورباندی وویاړی، واقعا دغه ډیره مهمه ده نو تاسویو سیاسی جریان روان کړي.
XS
SM
MD
LG