د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې یو امریکايي وګړی ډنیس کوېل د سه شنبې په ورځ [مارچ ۲۴مه] د طالبانو له زندان څخه خوشې شوی دی.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یوې اعلامیې په خپرو سره لیکلي چې ډنیس کوېل د یو کال توقیف وروسته، بېرته کور ته راستنېږي. روبیو زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بهر کې په ناقانونه توګه د ټولو نیول شویو امریکايي وګړو خوشې کولو او بېرته یې امریکا راستنولو ته ژمن دی.
روبیو د طالبانو لخوا د ډڼېس کویل خوشې کېدل یو "مثبت ګام" بللی خو زیاته کړې یې ده چې "دیر نور کار لاپاتې چې ترسره شي".
روبیو زیاته کړې: "موږ لاهم د محمود حبیبي، پاول اوربې او د نورو ټولو هغو امریکايانو عاجل خوشې کېدل غواړو چې په ناعادلانه توګه توقیف شوي دي. طالبان باید د یرغمل نیونې ډېپلوماسي ختمه کړي."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورخ [مارچ ۲۴مه] د اېکس په ټولنیزې شبکې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي د ډنېس کوېل یې د هغه د مور د لیک تر ترلاسه کېدو وروسته خوشې کړی دی.
اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان د سولې په چارو کې د متحده ایالتونو د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفیر سیف الکتبي او د ډنیس کوېل د کورنۍ د یو تن غړي سره لیدلي دي.
ډنېس کوېل د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د میاشتې له ۲۵مې نېټې راهیسې د طالبانو په زندان کې و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په نننۍ لیدنه کې ټنیګار کړی چې دواړه لوري باید د خپلو اتباعو لپاره د معیاري قونسلي خدماتو برابرول یقنیي کړي. د طالبانو حکومت ویلي چې دوی د واشنګټن سره په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.
طالبان داسې مهال یو امریکايي وګړی له زندانه خوشې کوي چې د متحدو ایالتونو د امنیت په شورا کې د ترهګرۍ سره د مبارزې د څانګې مشر سبسشن ګورکا څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو د برمته نیونې ډېپلوماسي د واشنګټن لپاره د زغملو وړ نه ده.
ګورکا د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې لیکلي و چې: "موږ به دا ناوړه عمل، یعنې د یرغمل نیونې ډیپلوماسي و نه زغمو، او د وسلهوالو ځواکونو اعلی سرقوماندان به تر هغې خپلو هڅو ته دوام ورکړي تر څو پورې چې هر هغه امریکایی چې طالبانو تښتولی—لکه ډنیس کویل، محمود شاه حبیبي، پاول اووربي او جورج ګلېزمن—بېرته امریکا ته راستانه شوي نه وي."
تردې مخکې، د متحدو ایالتونو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف بي ای) ویلي و چې د یرغمل شویو امریکایي وګړو خوشې کولو او د قانون منګولو ته د هغوی د عاملینو ورسپارلو ته ژمنه ده.
اف بي ای په خپل اېکس کې د محمود شاه حبیبي د برمته کېدو د څرنګوالي او د حبیبي په اړه د هغو معلوماتو په بدل کې د پنځه میلیون ډالرو جایزې په اړه هم جزئیات خپاره کړي چې د هغه د موندنې او متحدو ایالتونو ته د حبیبي د بېرته راتګ لامل شي.
د متحدو ایالتونو د فدرالي تحقیقاتو ادارې په وینا "ادعا" کیږي چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې پخوانی مشر حبیبي د ۲۰۲۲ د اګست په میاشت کې په کابل کې خپل کورته نژدې د "طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست" نیولی دی.
اف بي ای لیکلي و چې: "د حبیبي له نیول کېدو راهیسې د هغه په اړه څه نه دي اورېدل شوي او طالبانو تر اوسه د هغه د موقعیت یا وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي."
سبسشن ګورکا تېره میاشت خبرداری ورکړی و که طالبان امریکايي وګړي له قیده خوشې نه کړي نو دغه ډله به له بدو پایلو سره مخ شي.
امریکايي چارواکو ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېر یو کال کې په افغانستان کې د طالبانو له قیده پنځه امریکايي وګړي خوشې کړې دي.
فورم \ دبحث خونه