په امریکا کې د جنوري ۱۹مه په ټیک ټاک د بندیز په درشل کې ددې رسنۍ سلګونه زره امریکايي کاروونکي وايي د "ریډ نوټ" په نوم یوې بلې چینايي ټولنیزې شبکې ته یې مخه کړې ده.
د ټولنیزو شبکو دا کاروونکي ځان "د ټیک ټاک مهاجر" بولي چې د اعتراض په توګه د نوي کور په لټه کې دي.
په امریکا کې د ټیک ټاک د تړل کېدو د ضرب الاجل یوازې څو ورځې وړاندې د لنډو ویډیوګانو د شریکولو ددې اپلکیشن امریکايي کاروونکي له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي او په دې اړه د امریکا د سترې محکمې وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي. ځینې راپورونه وايي، که ستره محکمه د بندیز حکم وکړي نو ښايي ټیک ټاک په امریکا کې خپل فعالیت په بشپړ ډول بند کړي.
د هیدر رابرټس په نوم د ریډ نوټ امریکايي کاروونکې په یوې ویډیو کې وايي: "زموږ دولت لیونی شوی او فکر کوي چې موږ به په ټیک ټاک بندیز ومنو. موږ [د ټیک ټاک په ځای] بل چینايي اپلکیشن ته ځو."
د امریکا د نیو جرسي ایالت ۱۸ کلنه سکای بینم چې په ټولنیزو رسنیو کې د سینګار ویډیوګانې خپروي، وايي په دې هیله ریډ نوټ اپلکیشن ته ځي چې د ځان لپاره یوه نوې ټولنه ومومي.
بینم امریکا غږ ته وویل: "د ټیک ټاک ښه والی ددې شبکې د کاروونکو ټولنه ده. کله چې ما د سینګار په اړه خپلې لومړنۍ ویډیوګانې په ټیک ټاک خپرې کړې نو دې اپلکیشن هغه د سینګار خوښوونکو خلکو ته ورسولې او ما بې له درنګه خپله ټولنه وموندله."
د ټولنیزو شبکو دا کاروونکې په ټیک ټاک د بندیز له کبله خواشینې ده خو هیله څرګندوي چې امریکايي کاروونکي په ریډ نوټ کې د خپلې خوښې ټولنه ومومي.
د ریډ نوټ یا Xiaohongshu اپلکیشن، چې په ۲۰۱۳ کال کې جوړ شوی، انسټاګرام ته ورته دی، شاوخوا ۳۰۰ میلیونه کاروونکي لري چې زیاتره یې په چین کې دي. په دغه اپلکیشن کې زیاتره د سفر په اړه معلوماتي ویډیوګانې او د سینګار د لارښوونې کلیپونه خپریږي.
ریډ نوټ په تیره یوه اونۍ کې د امریکا په "اپل سټور" کې ترټولو زیات ډاونلوډ شوی اپلکیشن دی. شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو په همدې اونۍ کې په ریډ نوټ کې حساب پرانیستی او د کاروونکو شمېر یې ۲۰۰ سلنه زیات شوی دی.
ریډ نوټ د امریکا اپل سټور ترټولو زیات ډاونلوډ شوی اپلکیشن
ددې اپلکیشن ځینو چینايي کاروونکو په انګلیسي ژبه ویډیوګانې خپرې کړي او نویو امریکايي کاروونکو ته یې ښه راغلاست ویلی دی.
د ژو شوفو په نوم د چین د سیچوان ایالت اوسېدونکې په خپلې یوې ویډیو کې چې د جنوري په ۱۵مه په ریډ نوټ کې خپره شوې، وايي: "زه فکر کوم چې دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې امریکايي او چینايي کاروونکي په یوه شبکه کې سره یو ځای کیږي او مخامخ نظرونه شریکوي. زه ورته ښه راغلاست وایم او موږ یې درناوی کوو."
خو ریډ نوټ ته د ټیک ټاک د امریکايي کاروونکو د لیږدېدو په اړه د چین مقاماتو بیا محتاط نظر څرګند کړی او دا یې د کاروونکو "شخصي انتخاب" بللی دی.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګوا جیاکن د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: "چین تل د ټولو هېوادونو د خلکو ترمنځ د کلتوري تړاو او دوه اړخیز تفاهم د پیاوړتیا ملاتړ کړی دی."
ریډ نوټ ته د زیات شمیر امریکايي کاروونکو د لیږدېدو هم مهاله دغه اپلکیشن چې ټول مواد یې په چینايي ژبه دي، انګلیسي ته د ژباړې اختیار اضافه کړی دی او د رویټرز اژانس او چینايي رسنیو د راپور له مخې، ریډ نوټ همدارنګه د انګلیسي ژبې د موادو د څارنې لپاره کسان ګومارلي دي.
ځینو امریکايي کاروونکو امریکا غږ ته ویلي چې له چینايي کاروونکو سره یې تماس د چین په اړه د دوی د پوهاوي له لوړولو سره مرسته کړې ده.
د امریکا د لاس ویګاس ښار ۴۴ کلن انجنیر کیا اپلي په یوې ویډیويي مرکې کې امریکا غږ ته وویل: "په ریډ نوټ کې زما تجربې ماته وښودله چې په امریکا کې د ټولنیزو شبکو محیط څومره زهرجن شوی دی. زه لیوال یم چې ابتدايي چینايي زده کړم او دا معلومه کړم چې په چین کې ژوند څنګه دی."
د ټیک ټاک د کاروونکو بله مهمه اندېښنه دا ده چې څنګه داسې یوه ټولنیزه شبکه ومومي چې له لارې یې مالي ګټه ولري.
په مشیګن ایالت کې د سینګار د ویډیوګانو ۲۸ کلنه جوړوونکې ایسنس وایټیکر وویل: "زما ډیره ګټه له ټیک ټاک څخه راځي او که وتړل شي نو نه یوازې زه به د عاید سرچینه له لاسه ورکړم بلکې په امریکا کې ډیر ویډیو جوړوونکي به بې روزګاره شي."
ریډ نوټ ته په لوی شمېر د ټیک ټاک د کاروونکو د لیږدېدو په اړه د ټیک ټاک مسئولینو سمدستي امریکا غږ ته ځواب ندی ویلی.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې ټیک ټاک په پام کې لري چې د جنوري په ۱۹مه د بندیز له پیل سره سم په امریکا کې په کاروونکو باندې دا اپلکیشن په بشپړ ډول بند کړي.
ټیک ټاک په امریکا کې شاوخوا ۱۷۰ میلیون کاروونکي لري چې تراوسه یې له نیم میلیون څخه لږ کسانو په ریډ نوټ کې حسابونه پرانیستي او دا بهیر لا روان دی. دا نده څرګنده چې ریډ نوټ ته لیږدېدل په امریکا کې د ټیک ټاک دایمي بدیل او که یوازې یوه موقتي حل لاره ګڼل کیږي.
فورم \ دبحث خونه