د لاس رسي وړ اتصالات

غزې کې د عاجل اوربند په اړه د امریکا وړاندیز؛ د امنیت شورا رایه ورکوي


امریکا تر دې مخکې ځینې پرېکړه لیکونه، چې غزه کې یې اوربند غوښته، ویتو کړي.
امریکا تر دې مخکې ځینې پرېکړه لیکونه، چې غزه کې یې اوربند غوښته، ویتو کړي.

متحده ایالتونه به د جمعې په ورځ مارچ ۲۲ (حمل درېیمه) د امنیت شورا ته د یو پریکړه لیک مسوده د رایې اچوونې لپاره وړاندې کوي چې په غزې کې د عاجل اوربند غوښتنه کوي.

دا مسوده د یرغمل شویو کسانو د خلاصون د معاملې یوه برخه ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دپلوماتیک ماموریت ویاند نیت ایوانس وویل: «متحدو ایالتونو له تېرو څو اوونیو راهېسې د امنیت شورا له غړو سره په جدي توګه په یو پرېکړه لیک باندې کار کاوه چې د یرغمل شویو (د خلاصون) د معاملې د یوې برخې په توګه به په غزې کې د عاجل اوربند په اړه د روانو دپلوماتیکو هڅو حمایت کوي.»

نوموړي وویل چې په دغه پریکړه لیک کې د یرغمل شویو اسرائلیانو ازادېدل او غزې ته د بشري مرستو مسئله هم شامله ده.

امریکا تر دې مخکې څو ځلې داسې پرېکړه لیکونه ویتو کړي چې په غزې کې یې د اوربند غوښتنې کولې.

تېره میاشت یو امریکایي مقام، چې نوم یې په راپورونو کې اخیستل شوی نه و، ویلي وو چې متحده ایالتونه نه غواړي په دې مسئلې باندې بېړه وکړي او غواړي چې په دې برخه کې د مذاکرې لپاره هم وخت وي.

د امنیت په شورا کې که یوه پرېکړه لیک تصویب کېږي، باید نهه موافقې رایې پرې ورکړل شي، هغه هم په داسې حال کې چې د دغې شورا یو دایمي غړی- امریکا، فرانسه، بریتانیا، روسیه او چین- یې هم مخالف نه وي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مصر ته تللی چې په غزې کې د سولې په اړه خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې انتوني بلینکن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د اووه اوونیو د ممکنه اوربند او له حماس سره د یرغمل شویو اسرائلیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې کړي دي.

ټاکل شوې چې بلینکن به د سعودي عربستان، قطر او متحدو عربو اماراتو له استازو سره هم خبرې وکړي. انتوني بلینکن به د جمعې په ورځ اسرائیل ته ځي چې هلته هم د اوربند او یرغمل شویو د خلاصون په مسئلې باندې له مقاماتو سره وغږېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بیانیې په اساس، بلینکن به حماس ته د ماتې په اړه، چې په رفح کې ولسي خلکو ته زیان ونه رسېږي، د بشري مرستو مخه ونه نیسي او د اسرائيل امنیت ښه کړي، هم خبرې وکړي.

بلینکن تېره ورځ د سعودي عربستان له شهزاده محمد بن سلمان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاهزاد فیصل بن فرحان سره هم ولیدل.

د دغه راپور معلومات د رویټرز او فرانس پرس له راپورونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG