د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په غزه کې د اوربند د خبرو اترو په موخه سعودي عربستان ته رسیدلی


د اسرائیل او حماس ترمنځ د تیر کال د اکتوبر په اوومې نېټې د جګړې له پیلیدو وروسته، منځني ختیځ ته دا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر شپږم سفر دی.
د اسرائیل او حماس ترمنځ د تیر کال د اکتوبر په اوومې نېټې د جګړې له پیلیدو وروسته، منځني ختیځ ته دا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر شپږم سفر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، منځني ختیځ ته د خپل سفر په لړ کې د چهارشنبې په ورځ، مارچ ۲۰ (وري لومړی) سعود‌ي عربستان ته ورسید، ترڅو هلته د سعودي مشرانو سره په غزه کې د اوربند د هڅو په اړه خبرې اترې وکړي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د تیر کال د اکتوبر په اوومې نېټې د جګړې له پیلیدو وروسته، منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا شپږم سفر پداسې حال کې ترسره کیږي، چې ټاکل شوې روانه اوونۍ د قطر په پلازمینې دوحه کې، د غزې په جګړې کې د اوربند په موخه خبرې اترې له سره پیل شي.

بلینکن به د پنجشنبې په ورځ مصر ته چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د منځګړیتوب په پخوانیو هڅو او خبرو اترو کې ښکیل و، سفر وکړي.

نوموړی له مصري چارواکو سره تر کتنې وروسته، اسرائیل ته پداسې حال کې به سفر وکړي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو ترمنځ اړیکې خړې پړې او کړکیچنې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر، اسرائیل ته د ښاغلي بلینکن د سفر په اړه وویل، چې نوموړی (بلینکن) به د اسرائیلي چارواکو سره "د ټولو یرغمل شویو کسانو خوشې کولو په موخه روانو خبرو اترو" او غزې ته د مرستو رسولو د هڅولو په تړاو خبرې وکړي.

میلر وویل، بلینکن به همدارانګه له اسرائیلي مقاماتو سره "د حماس ډلې د ماتې، په رفح کې د ملکي‌ وګړو د خوندیتوب... او د اسرائیل د ټولیزې امنیت پر سر خبرې اترې وکړي."

پر اسرائیل د حماس له خوا د اکتوبر د اوومې نېټې د ناڅاپي برید راهیسې، واشنګټن له اسرائیل سره میلیاردونو ډالره پوځي مرسته کړې، خو په غزه کې د ملکي مرګ ژوبلې په مخنیوي له پاتې راتلو کې او همداراز د بشري‌ مرستو څخه د مخنیوي له امله د خپل دغه متحد (اسرائیل) څخه ناهیلی ښکاري.

همدارنګه د متحدو ایالتونولپاره د اندیښنې یوه بله لویه موضوع د غزې په جنوب کې د رفح ښار برخلیک دی. ولسمشر بایډن پر نتانیاهو فشار راوړی چې پر دغه سیمه چې شاوخوا ۱.۵ میلیونه فسلطینیان میشته دی، د پوځي عملیاتو څخه لاس په سر شي.

ولسمشر بایډن په یوې مرکې کې چې شنبه مارچ نهمه (کب ۱۹) خپره شوه یو ځل بیا پر دې خبرې ټینګار وکړ، پداسې حال کې چې اسرائیل د "خپل ځان دفاع" حق لري او د حماس ډلې تعقیب کولو حق هم لري، خو دا هیواد باید د بې ګناه خلکو د وژل کیدو مخنیوي ته هم ډیر پام وکړي.

ولسمشر بایډن ملت ته په کلنۍ وینا کې هم په غزې کې د ګڼ شمیر ملکیانو وژل کیدو یادونه وکړله او دا یې هم وویل چې چې ټول وژل شوي د حماس ډلې غړي نه بلکې بې ګنا میرمنې او ماشومان دي.

بایډن پخپله وینا کې د فلسطیني ملکیانو وژل کیدو په هکله وویل چې ټول وژل شوي د حماس ډلې غړي ندي، بلکې میرمنې او ماشومان هم پکې وژل شویدي او دا یې د اسرائیل مسؤلیت وباله چې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره لا ډیر اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړه: " په غزې کې تر ۳۰ زرو ډیر فلسطینیان وژل شوي چې اکثریت یې د حماس غړي نه وو. زرګونه یې بې ګناه میرمنې او ماشومان دي. نجونې او هلکان یتیمان شوي. نږدې دوه میلیونه فلسطینیان د بمبارۍ لاندې دي او بې کوره شویدي. کورنۍ د څښاک اوبه، خواړه او دارو درمل نلري. دا حالت زړه ماتوونکی دی."

سره لدې چې بایډن په رفح کې د اسرائیل پلان شوي پوځي عملیات سره کرښه وبلله، خو دا یې هم وویل چې هیڅکله به اسرائیل پرې نږدي او د اسرائیل دفاع یې مهمه وبلله.

میلر د سه شنبې په ورځ وویل، چې بلینکن به په جده او قاهره کې د "سمدستي اوربند موافقې ته د رسیدو په هڅو خبري وکړي، کوم چې د حماس له ولکې څخه د ټولو پاتې یرغمل شویو کسانو خوشې کیدل تضمینوي."

میلر زیاته کړه، بلینکن به همدارنګه د سعودي او مصري چارواکو سره د غزې له جګړې وروسته د پلان جوړولو، د حکومت په ترتیباتو، امنیت او ددغه جګړه ځپلې سیمې د بیا رغونې په اړه بحث وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG