د لاس رسي وړ اتصالات

منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې بلینکن غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د امریکا وړاندیز اعلان کړ


د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د غزې په اړه د خبرو دپاره منځني ختیځ ته تللی.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د غزې په اړه د خبرو دپاره منځني ختیځ ته تللی.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د امریکا له خوا وړاندې شوې د پریکړه لیک هغه مسوده اعلان کړه چې له مخې یې په غزه کې "د یرغمل شویو د خوشې کولو سره یو ځای د سمدستي اوربند" غوښتنه کیږي.

بلینکن منځني ختیځ ته د سفر په مهال په دې اړه معلومات خپاره کړي دي.

هغه وویل: "ښه، په حقیقت کې، موږ واقعا یو پریکړه لیک لرو چې موږ همدا اوس وړاندې کوو. دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کیږي چې د یرغمل شویو د خوشې کولو سره یو ځای د سمدستي اوربند غوښتنه کوي او موږ ډیره هیله لرو چې هیوادونه به یې ملاتړ وکړي."

بلینکن د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري ۲) په دې اړه د خبرو دپاره د مصر پلازمینې قاهرې ته ورسېد او ټاکل شوې چې اسرائیل ته هم سفر وکړي.

له دې وړاندې هغه په سعودي عربستان کې د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان او ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.

د متحده ایالاتو د وړاندېز په اړه بلینکن د سعودي عربستان رسنۍ الحادث ته وویل: "زه فکر کوم چې دا به یو قوي پیغام او یو قوي سیګنال واستوي."

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د سفر په مهال د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د سفر په مهال د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.

د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې، دا منځني ختیځ ته د بلینکن شپږم سفر دی.

متحده ایالات چې د اسرائیل اصلي ملاتړی دی، له دې وړاندې په غزه کې د سمدستي اوربند دپاره د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې یی پرېکړه لیک ویټو کړی و.

بلینکن وویل: "البته، موږ د اسرائیل سره ولاړ یو چې د خپل ځان د دفاع حق لري ... مګر په ورته وخت کې، دا اړینه ده چې موږ پر هغو زیانمنو شویو ملکي وګړو پام زیات کړو چې وضعیت یې خواشینوونکی دی. دوی ته باید لومړیتوب ورکول شي، د ملکي وګړو ساتنه وشي او بشري مرستې ورته ورسیږي."

د فبرورۍ په پای کې په غزه کې د "سمدستي بشردوستانه اوربند" لپاره د الجزایر د مسودې د پریکړه لیک د ویټو کولو وروسته، د متحده ایالاتو چارواکو یوه بدیله مسوده وړاندې کړه چې له مخې یې، د حماس له بند څخه د یرغملو د خوشې کولو سره یو ځای په غزه کې د شپږو اوونیو اوربند پلی شي.

د ډپلوماتیکو سرچینو په وینا، دې مسودې په شورا کې د تصویب لپاره لږ چانس درلود او له همدې کبله د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا غړو ته یوه نوې نسخه وړاندې شوه.

تعدیل شوې مسوده، چې د فرانس پرس لخوا لیدل شوې، ټینګار کوي چې "د سمدستي او دوامدار اوربند پر اړتیا ټینګار کوي چې په ټولو اړخونو کې د ملکي وګړو ساتنه وکړي، د اړینو بشري مرستو رسولو او د یرغملو د خلاصون زمینه برابره کړي."

ددې مسودې په سر تر اوسه رایه اچونه نه ده شوې.

بلینکن په داسې حال کې منځني ختیځ ته تللی چې په قطر کې د تیرو څلورو ورځو راهیسې د منځګړو ترمنځ د اوربند په سر مذاکرات روان دي.

په قطر کې تر بحث لاندې پلان له مخې به په موقت ډول جګړه ودرويږي او د بندیانو د تبادلې ترڅنګ، غزې ته د مرستو رسولو لړۍ ګړندۍ کیږي.

بلینکن په دوحه کې د منځګړو د روانو خبرو په اړه ډاډ څرګند کړ چې "یوه موافقه ډیره ممکنه ده."

هغه وويل: "موږ له قطر، مصر او اسرائيل سره پر یو قوي وړاندیز ډېر کار وکړ خو حماس رد کړ او نورې غوښتنې یې وکړې. مذاکره کوونکي اوس پر هغو غوښتنو کار کوي."

د غزې تر ټولو خونړۍ جګړه د حماس د اورپکو له خوا په اسرائیل کې د اکتوبر د اوومې له هغه برید وروسته پیل شوه چې په پایله کې یې د اسرائیلي مقاماتو په وینا، شاوخوا ۱۱۶۰ کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي وو.

وسله والو په دې برید کې شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل ونیول، چې د اسرائیل په باور ۱۳۰ یې تراوسه په غزه کې پاتې دي، او د ۳۳ تنو یرغملو په اړه ګومان کیږي چې وژل شوي دي.

د غزې د روغتیا د وزارت په وینا، د اسرائیل د پوځ له خوا د حماس پر ضد د غچ اخیستنې په عملیاتو کې تراوسه شاوخوا ۳۲۰۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG