د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د غیر ضروري سفرونو لپاره خپله پوله پرانیزي


امریکا په پام کې لري چې راتلونکې میاشت خپلې پولې د غیر ضروري سفرونو لپاره خلاصې کړي او د کرونا ساري ناروغۍ له امله ۱۹ میاشتینی محدودیت پای ته ورسوي.

اسوشیټډ پرس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی هر مسافر چې د ځمکې له لارې د امریکا خاورې ته داخلیږي ، باید په بشپړ ډول یې د کرونا واکسین اخیستی وي.

د کرونا د ساري ناروغۍ د خپریدو له پیل سره سم، د امریکا، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د موټرونو، اورګاډو او بیړیو په واسطه سفرونه په پراخ ډول محدود شول خو یوازې د تجارت په شان ضروري سفرونو ته پرانیستي وو.

نوي مقررات چې ټاکل شوېده د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۱۳(تلې ۲۱) اعلان شي، ټول هغه بهرني اتباع به پرته له دې چې د سفر هدف یې وپوښتل شي دا اجازه ترلاسه کړي چې د امریکا خاورې ته داخل شي او دا مقررات به د نومبر میاشتې په لومړیو کې پلي شي.

د ۲۰۲۲ کال د جنوري تر لومړیو پورې، د لارۍ موټرونو د چلوونکو په ګډون ټول هغه کسان چې غواړي متحده ایالتونو ته داخل شي باید په بشپړ ډول یې د کرونا واکسین اخیستی وي.

مکسیکو او کاناډا د میاشتو راهیسې پر متحده ایالتونو فشار راوړی دی چې ددې هیوادونو ترمنځ د سفر محدودیتونه کم کړي ، هغه اقدام چې ددې لامل شوی کورنۍ سره جلا پاتې شي.

د کرونا ساري ناروغۍ د ۲۰۱۹ کال د ډسبمر په وروستیو کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د وروستیو ارقامو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۲۳۸ میلیونه و ۶۷۸ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي چې له دې ډلې په ټوله نړۍ کې ۸۶۵ زره کسان یې وژلي هم دي.

امریکا د څه باندې ۴۴ میلیونو ۵۶۱ زره مثبتو واقعاتو په درلودلو او ۷۱۶ زره و ۴۷۰ کسانو په مړه کیدو سره د نړۍ د هغو هیوادونو په سر کې راغلی چې تر ټولو ډیر تلفات لري.

امریکا ، چین، روسیې، بریټانیا او هند په ۲۰۲۰ کال کې یو د بل پسې د کرونا واکسین جوړ او بازار ته عرضه کړ او د هغوې مودې راپدیخوا تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۶.۵ میلیارده دوزه واکسین تطبیق شوی دی.

XS
SM
MD
LG