د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د حکومت له لوري لومړۍ چارټر شوې الوتکه له منځني ختیځ څخه الوتلې ده. وزارت ژمنه وکړه چې په سیمې کې د روانې شخړې له کبله د امریکایانو د بیا ستنولو د هڅو د یوې برخې په توګه به اضافي پروازونه «زیاتوي».
سپینه ماڼۍ وايي چې د متحدو ایالتونو له لوري برابر شوې الوتکې خلک وړیا انتقالوي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ټامي پیګاټ وویل چې دوی وار دمخه د سفر او انتقال د لارښود په وسیله له ۷۳۰۰ امریکایانو سره مرسته کړې ده.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (فبروري څلورمه) له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل: «تر هغه پورې ارام نه کینو تر څو پورې چې هر امریکايي ستون کړو چې غواړي کور ته راستون شي.»
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهېسې چې متحدو ایالتونو او اسرائیل ګډ عملیات پيل کړي، ۱۷۵۰۰ امریکایي اتباع راستانه شوي دي. له دغې ډلې څخه یې ۸۵۰۰ کسان د سه شنبې په ورځ راستانه شوي.
متحدو ایالتونو د ایران، عراق، سوریې، لبنان او یمن په اړه تر ټولو لوړ امنیتي خبرداری خپور کړی او دوی یې «دغو هېوادونو ته سفر مه کوئ» په لست کې شامل کړي دي. دا د دغه وزارت څلورم درجه خبرداری دی.
د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز د اردن، عمان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د سفر په اړه درېیم درجه امنیتي خبرداری خپور کړی.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په قطر، سعودي عربستان او اسرائيل کې مېشتو امریکايي اتباعو ته یادونه کړې که د حکومت په چارټر شوې الوتکې یا د ځمکې له لارې وتل غواړي د ( the Crisis Intake Form) فورمه دې ډکه کړي او یا دې له دغې شمېرې +1-202-501-4444 سره په تماس کې شي ا سره اړیکه ونیسي.
فورم \ دبحث خونه