د لاس رسي وړ اتصالات

وحید عمر: طالبان او القاعده لا هم ټینګې اړیکې لري


د القاعده جنګیالي
د القاعده جنګیالي

په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی سلاکار وايي، طالبان او القاعده شبکه یو هدف لري او په خبره یې اوس هم ټینګې اړیکې لري.

وحید عمر نن دوشنبه جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبان او القاعده شبکه یو دي او په خبره یې ګډ عمل کوي.

هغه وویل: "دغه اړیکه، د دوو یو فکر لرونکو بنسټونو اړیکه ده، دوه بنسټونه چې پر تاوتریخوالي باور لري، او پر ګواښ باندې باور لري، او پر تروریزم باور لري... دا اړیکه ډير ژوروالی لري، طالب او القاعده دواړه یو دي، یو ډول فکر کوی، یو ډول عمل کوي، یو هدف لري."

د ولسمشر غني ځانګړي سلاکار زیاته کړه چې د طالبانو او القاعده شبکې اړیکې نسبت تیر ته ټینګې شوي دي.

له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو پرې کول د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون یوه مهمه برخه ده. دا تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحې کې لاسلیک شو.

ملګرو ملتونو هم د تیرې غبرګولې میاشتې په دولسمه نېټه په یو تازه راپور کې وویل چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د طالبانو او القاعدې ترمنځ د شخصي خپلویو، ودونو او د مبارزې ګډو موخو له امله د دواړو ډلو ترمنځ په اړیکو کې د بدلون په اړه هيڅ رپوټ نه دی ورکړی.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا اړیکې د القاعدې او طالبانو د دویم نسل له خوا لا پیاوړې او ژورې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو په ځانګړې توګه په ختیځو، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کې القاعده حضور لري او شیخ محمود په مشرۍ د القاعدې د النصر جبهې له خوا رهبري کېږي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د القاعدې د جنګیالیو شمېر د ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې اټکل کړی و.

بل خوا تازه د افغانستان د بهرنیو چارو زیر محمد حنیف اتمر وویل چې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې القاعده شبکه حضور لري.

ښاغلي اتمر د جون ۱۹ (غبرګولې ۲۹) په ترکیه کې د (انتالیا) په نړیواله ناسته کې ویلي چې د دې ترڅنګ د ازبکستان اسلامي تحریک، د ختیځ ترکستان اسلامي حرکت، د امام البخاري خطیبه او نورې وسله والې ډلې هم د افغانستان په شمال کې فعالیت کوي.

د جګړو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو هیوادونو وسله وال شتون لري.

نوموړي زیاته کړه چې د وسله والو طالبانو په لیکو کې پاکستاني، چیچنیايي، ازبکستاني، تاجکستاني او عرب وسله وال د افغان ځواکونو خلکو په وړاندې جګړه کوي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا خبره یې کړې ده چې له امریکا سره تړون ته ژمن دي. هغه تړون چې له بهرنیو تروریستي‌ ډلو سره د طالبانو په پریکون ټېنګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې جګړې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG