د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جګړه؛ د بهرنیو ځواکونو امریکايي قوماندان واک انتقال کړ


استن میلر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان و
استن میلر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان و

امریکایي چارواکي وایي د قاطع ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال استن سکاټ میلر په کابل کې نن دوشنبه جولاۍ ۱۲ (چنګاښ ۲۱) په یو لړ ځانګړو مراسمو کې قومانده د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر ته وسپاره.

دغه کار ته په افغانستان کې د امریکا د «اوږدې جګړې» د نمایشي ختمېدو په سترګه کتل کیږي. جنرال استن میلر په افغانستان کې په روانې جګړې کې د بهرنیو ځواکونو د جکړې مشري په غاړه لرله.

ښاغلی میلر د امریکا د پوځ څلورم څلور-ستوریز جنرال دی چې په افغانستان کې یې کار کړی دی.

ولسمشر بایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د اګست په ۳۱ به په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو جګړو ته زور ورکړی دی او ځینې سیمې یې نیولې دي.

شپیته کلن استن میلر د امریکا د پوځي مشرانو په ډله کې لومړی جنرال بلل کیږي‌ چې ډېر وخت یې د افغانستان په جکړې کې تېر کړی دی.

دی په ۲۰۱۸ کې په کندهار کې و، چې په یوې غونډې کې د کندهار د امنیې په قوماندان جنرال رازق برید وشو او ووژل شو. په دغه برید کې ځينې امریکایان هم ژوبل شول،‌ خو جنرال میلر ته زیان ونه رسېده.

د استن میلر له تګ وروسته به د امریکا د دفاع وزارت نور جنرالان به، چې اکثریت به یې له افغانستان څخه دباندې وي، له افغان امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو سره مرستې روانې وساتي.

واشنګټن ته د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان پلاوي په سفر کې له افغان حکومت سره د مرستو ژمنې وشوې.

ولسمشر بایډن ویلي دي چې افغانان دې خپله آینده په خپله وټاکي. افغان چارواکي‌ وايي چې طالبان د سولې خبرې نکوي او غواړي د زور له لارې واک ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG