د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اقتصادي خبرو لپاره مکسیکو ته تللی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د څو نورو جګپوړو چارواکو سره په لوړه کچه د اقتصادي خبرو لپاره مکسیکو ته تللی.

ښاغلي بلنکین او مل پلاوي یې د مکسیکو د جمهور رئیس اندریس مانیول لوپیز اوبرادور سره کتلي او د ځینو ستونزو سر بیره ویل کیږي چې د ښاغلي اوبرادور رویه نرمه وه.

د ښاغلي بلنیکن سره پدې سفر کې د سوداګرۍ وزیره جینا رایموندو او د سوداګرۍ د استازي مرستیال جیم وایټ هم مل دي.


واشنګټن د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې د شمالي امریکا د آزادې سوداګرۍ د تړون پر اساس د مکسیکو په خلاف رسمي شکایت درج کړی و او پکې ویل شوي و چې دا هیواد د انرژۍ په پالیسۍ کې د امریکایي شرکتونو سره تبعیضي چلند کوي.

سره لدې چې د مکسیکو حکومت ژمنه کړې چې ددې ستونزې د حل لپاره کار کوي خو جمهور رئیس لوپیز اوبرادور بیا ویلي چې د واشنګټن شکایت نه توجیه کیدونکی دی.

د ملاقات څخه وړاندې د مکسیکو جمهور رئیس ویلي و چې د امریکایي پلاوي سره د ملاقات لپاره کومه ټاکلې اجنډا نشته خو تر څنګ یې دا هم ویلي که د واشنګټن د شکایت په هکله خبره وشي، دی به یې چاره وکړی.

خو بل پلو بیا د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پدې غونډې کې به د انرژۍ په هکله خبرې ونشي.

جمهور رئیس جو بایډن واک ته تر رسیدو وروسته د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د مهاجرت د خوندیتوب موافقه چې "مکسیکو کې پاتې شئ" نومیده، وځنډوله خو وروسته بیا د متحده ایالاتو دوو ایالتونو په محکمې کې په فدرالي حکومت حقوقي دعوا وکړله او د دې پروګرام د بیرته پيل کیدو غوښتنه یې وکړله او ښایي په راتلونکو اونیو کې پیل شي.

د کارپوهانو په باور په متحده ایالاتو کې داسې احساس دی چې مکسیکو د امنیت په برخې هغومره اقدام نکوي چې باید یې وکړي او ښایي دا به د یو ممکنه جنجال برخه وي.

د مکسیکو جمهور رئیس د جولای په میاشت کې په سپینې ماڼۍ کې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره کتلي و او په ملاقات کې ویل شوي و چې دواړه هیوادونه د اړړیکو بیا رغولو ته اړتیا لري.
خو د مکسیکو مشر یوه میاشت وړاندې پدې خاطر جمهور رئیس جو بایډن کم راووست چې د امریکا د لویې وچي د مشرانو په غونډې کې یې د ګډون څخه انکار وکړ ځکه چې پدې غونډې کې د کیوبا، ونزویلا او نیکاراګوا مشران نه و بلل شوي.


XS
SM
MD
LG