د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: ناټو له خپل قلمرو څخه دفاع کوي؛ اروپایي ټولنه: پر روسیې نورو بندیزونو ته تیار یو 


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، چې د ناټو تړون د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې لپاره بروکسل ته تللی, وایي د ناټو متحدین د روسیې سره د نښتې په لټه کې ندي خو د پیښیدو په صورت کې دفاع ته تیار دي.

ښاغلي بلینکن د جمعې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) د ناټو له عمومي منشي ینس ستولټنبرګ سره له کتنې وروسته په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې ناټو یو دفاعي تړون دی او "د خپلې خاورې د هرې لویشتې څخه به دفاع وکړي".

ښاغلي ستولټنبرګ په اوکراین کې پر ملکي وګړو او په ځانګړې توګه په زاپوریژیا اټومي تاسیساتو باندې برید وغانده. هغه زیاته کړه چې پر زاپوریژیا باندې برید "ددې جګړې بې پروایي او د هغه د پای ته رسولو اهمیت او د ټولو روسي ځواکونو د وتلو اهمیت او په ښه نیت په دپلوماتیکو هڅو کې دخیل کیدل په ډاګه کوي. "

د ناټو عمومي منشي په اوکراین باندې په یرغل کې د خوشه یي بمونو څخه د استفادې په دلیل پر روسیې باندې په انتقاد سره وویل: "د خوشه یي بمونو نه استفاده او د نورو وسلو څخه د استفادې په اړه مو رپوټونه ولیدل چې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده".

پدې ترڅ کې د ناټو تړون د غړو هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو اعلان وکړ چې پر روسیې باندې نور بندیزونه لګوي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ رئیس جوسپ بوریل، وویل د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو لپاره ټول انتخابونه پر میز پراته دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو اعلان وکړ چې د اوکراین پر فضا او شاوخوا باندې د پروازونو د بندولو د سیمې د رامنځته کولو په اړه د اوکراین د وړاندیز په هکله محتاط دي، ځکه دا ډول اقدام کیدای شي روسیې سره د ناټو د مستقیمې جګړې سبب شي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په وار وار له ناټو غوښتي چې د اوکراین پر شاوخوا د پروازونو د منع کیدو سیمه رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG