د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان او یمن کې د ایراني وسلو شواهد وړاندې کړي


امریکا د پنجنشبې په ورځ د ایراني وسلو ځینې هغه ټوټې پرچې په عام محضر کې ښکاره کړیدي چې په افغانستان او یمن کې ترلاسه شویدي. امریکا وایي ایران دغه وسلې په افغانستان او یمن کې ترهگرو ته استولې دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره کوښښ کوي چې تهران په سیمې کې د فعالیتونو نه منع کړي.

پنټاگان دغه وسلې د پنجنشنبې په ورځ عام محضر ته د ښودولو لپاره وړاندي کړیدي، ویل کیږي چې په دغو کې زیاتره وسلې سعودي عربستان امریکا ته ورکړي.

امریکا د نومبر په ٢٩ دغه وسلې په واشنگټن کې خبریالانو ته وښودلې
امریکا د نومبر په ٢٩ دغه وسلې په واشنگټن کې خبریالانو ته وښودلې

پنټاگان پداسې وخت کې د ایران په سیمې کې د فعالیتونو په اړه شواهد وړاندې کوي چې په ولسمشر ټرمپ د سعودي عربستان د ملاتړ په اړه نیوکې کیږي او د سنا استاځو د چارشنبې په ورځ په یمن کې د سعودي د ملاتړ نه د لاس اخیستلو په پلوۍ رای ورکړې.

که ایران یمن، افغانستان او یا نورو ملکونو ته وسلې ورلیږي نو دا به د ملگرو ملتونو د پریکړې لیک نه سرغړونه وي.

د دفاع د وزارت د مرستیال سکرتر کیټي ویلبرگر دغه مهال وویل "مونږ غواړو چې په نړۍ کې پدی اړه هیڅ شک پاتې نشي چې دا زمونږ لمړیتوب دی. او دی مسلې ته پام کول د نړیوالو په گټه ده."

پنټاگان وایي چې د شواهدو شریکول یې د هغو هڅو برخه ده چې غواړي تهران په سیمې کې د ترهگرو د ملاتړ نه لاس واخلي.

ایران په یمن کې حوثی یاغیانو ته د وسلو د لیږلو تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG