د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: ولیعهد سلمان د خاشقجي د قتل سره مستقیم تړاو نلري


د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو وایي چې د استخباراتي ادارو د رپوروټونو په اساس داسي ښیي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د وژنې سره مستقیم تړاو نلري

ښاغلي پمپیو د سنا یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې امریکا په ترکیې کې د سعودي خبریال د قتل په هکله تحقیقات کوي خو په عین وخت کې په منځني ختیځ کې د سعودي رول هم د پامه نشې غورځولی.

پمپیو وویل چې مونږ د مسولینو د نیولو د غوښتنې سره سره دیته ضرورت لرو چې سعودي د یو ستراتیجک ملگري په توگه ومنو. هغه وویل چې مونږ په یمن کې د بیگناه ملکیانو او د خپل وطن د امنیت لپاره په سیمې کې نفوذ ته ضرورت لرو.

سي آي ای په خپل رپورټ کې شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي د قتل مسول بللی دی خو ولسمشر ټرمپ پرله پسې د سعودي نه د هغه ملاتړ څرگند کړیدی.

ولسمشر ټرمپ وایي چې سعودي یې په سیمې کې ملگری دی او د ایران په مقابل کې ورته ضرورت لري.

شهزاده محمد بن سلمان له هغې وروسته د نړیوالو د نیوکو سره مخامخ دی چې په ترکیې کې د سعودي خبریال خاشقجي ووژل شو.

XS
SM
MD
LG