د متحده ایالتونو د سوداګرۍ وزیر وایي د هند سره د امریکا سوداګریز تړون وروسته له هغې وځنډېد چې د هند صدراعظم نریندرا مودي ولسمشر ټرمپ ته زنګ ونه واهه.
د امریکا د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک د جمعې په ورځ وویل چې د هند سره د امریکا سوداګریز تړون تېر کال نهايي نه شو، ځکه چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د هغه تړون د بشپړولو لپاره چې دواړو خواوو پرې خبرې کولې، ولسمشر ټرمپ ته زنګ ونه واهه.
لوټنیک دا څرګندونې د (All-In) په نوم پادکست کې وکړې او ویې ویل چې هغه د سوداګریزو خبرو د پای ته رسېدو پر مهال هندي چارواکو ته ویلي وو: « تاسو باید مودي ته ووایاست چې ولسمشر ته زنګ ووهي. دوی ددې کار په کولو کې ناارامه وو. نو مودي زنګ ونه واهه.»
خو د هند چارواکي د لوټنیک له روایت سره مخالفت لري. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال د جمعې په ورځ په نوي ډهلي کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د لټنیک راپور کې څرګندونې «سمې نه دي».
جیسوال وویل چې هند لا هم «د دواړو خواوو لپاره د ګټې وړ سوداګریز تړون» ته لېوالتیا لري او زیاته یې کړه چې په ۲۰۲۵ کال کې مودي او ټرمپ اته ځلې پر ټیلیفون خبرې کړې دي.
د هند او امریکا ترمنځ سوداګریزې خبرې تېر کال ټکنۍ شوې او وروسته ولسمشر ټرمپ د اګست په میاشت کې پر هندي توکو تعرفې ۵۰ سلنې ته لوړې کړې. دا په نړۍ کې تر ټولو لوړه کچه ده. پدې کې د هند لهخوا د روسي تېلو د پېرود له امله ۲۵ سلنه اضافي مالیه هم شامله ده.
د امریکا د سوداګرۍ وزیر همدارنګه وویل چې امریکا له نورو هېوادونو سره «یو شمېر» سوداګریز تړونونه تر سره کړل او وروسته بیا نوي ډهلي واشنګټن ته زنګ وواهه او ویې ویل: «ښه، موږ چمتو یو.»
لوټنیک وویل چې هغه په ځواب کې ورته وویل چې: «تاسو هغه اورګاډي ته چمتو ناست یاست چې درې اوونۍ مخکې له ستېشن څخه تللی دی».
لوټنیک په دې وروستیو کې دا هم ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تړون ښايي په نږدې وخت کې ترسره نه شي. هغه په پوډکاسټ کې دا هم وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې د سوداګریزو خبرو اترو پر مهال نوې ډهلي «د شخړې په ناسم لوري کې» وه. نوموړي زیاته کړه چې په داسې حال کې چې نور هېوادونه خپلې معاملې بشپړوي، هند «لا هم د کتار په شا کې پاتې دی».
د دواړو هېوادونو ترمنځ پرلهپسې خنډونه شته، چې پکې د هند د کرنې او لبنیاتو د ځینو ځانګړو سکتورونو په اړه اختلافات شامل دي چې پرې به تعرفې ولګېږي، تېر کال د هند او پاکستان ترمنځ شخړه چې ولسمشر ټرمپ یې ناخوښه کړی و، او همدارنګه د هند لهخوا د روسیې د تېلو پیرود هم یادولای شو.
د معمول پروتوکول له مخې، د امریکا د سوداګرۍ د استازي دفتر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د هر ډول سوداګریز تړون لپاره د کارکوونکو په کچه اصلي منځګړي وي.
فورم \ دبحث خونه