د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا لیتوانیا ته سلګونه سرتېري واستول


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د پوځ ټانکونه نن د شنبې په ورځ، سپټمبر ۵ (وږي ۱۵) د پولنډ نه لیتوانیا ته واوښتل او هلته به د بیلاروس سرحد سره نږدې نظامي تطبیقات کوي.

امریکایي عسکر پداسې وخت کې د بیلاروس سرحد سره نږدې نظامي تطبیقات کوي چې پدې هیواد کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجې پر سر جنجال روان دی.

د لیتوانیا د دفاع وزارت ویلي چې دا امریکایي عسکر به د نومبر د میاشتې پورې پدې هیواد کې دیره وي. د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا نظامي تطبیقات د مخکې نه پلان شوي و او په سیمه کې د روان وضعیت سره تړاو نلري.

دا لومړی ځل ندی چې امریکا لیتوانیا ته د عسکرو یو کنډک لیږي.

د امریکا د پوځ مشر راین مکارتي د همدې کال د جولاۍ په میاشت کې د لیتوانیا پایتخت ویلنویس ته تلل و او ویلي و چې سلګونه امریکایي عسکر به دې هیواد ته د نظامي تطبیقاتو لپاره ولیږي.

ناټو هم درې کاله وړاندې وروسته تر هغې چې مسکو د یوکراین د کریمیا سیمه د ځان سره یو ځال کړله، د پولینډ او بالکان یو شمیر هیوادونو ته چې پخوا د مسکو د کنټرول لاندې و، په دوره اي توګه عسکر ځای پر ځای کړل.

XS
SM
MD
LG