د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: افغانستان څخه د ځواکونو ایستل باید په بیړه ونشي


د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) وایي په بیړه د افغانستان څخه د امریکایي او ایتلافي ځواکونو وتل به دغه هیواد "د نړیوالو تروریستانو په مرکز" بدل کړي.

د ناټو د عمومي منشي ینز ستولتنبرګ دغه پیغام د هغه راپور په غبرګون کې خپور شوی چې له مخې یې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ غواړيد افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر چټک کړي.

ښاغلي ستولتنبرګ په یوه اعلامیه کې وویل: "د ژر وتلو او یا د نه هم اهنګه شوي وتلو تاوان ښایي ډیر زیات وي."

دا پداسې حال کې دي چې تیره ورځ د سي ان ان تلویزیوني شبکې د امریکا د پوځي مقاماتو په حواله رپوټ ورکړ چې ددې اونۍ په ترڅ کې به جمهور رئیس دونالد ټرمپ د افغانستان او عراق څخه د ځواکونو د کمولو امر وکړي.

خو امریکایي سناتور میچ مک کانل د افغانستان څخه په بیړه د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره د جمهور رئيس ټرمپ په تصمیم باندې په انتقاد سره خبرداری ورکړی دی او دا کار یې د امریکا دښمنانو ته بخشش او په سیمه کې د شویو پرمختیاو کمزوره کول ګڼلي دي.

ښاغلي مک کانل د دوشنبې په ورځ وویل: "په بیړې سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل زموږ متحدینو ته زیان رسوي او د هغو کسانو د خوشحالۍ لامل کېږې چې موږ ته زیان اړوي".

دا مهال په افغانستان کې شاخوا ۴۵۰۰ امریکايي سرتیري حضور لري او د ډونالډ ټرمپ د تصمیم په اساس ښايي دغه شمیر ۲۵۰۰ ته راکم شي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست نن وویل چې تراوسه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو تصمیم نه دی نیول شوی.

ښاغلي خالد وویل ټول د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو څخه اندیښنه لري، خو ټول باید پوه شي چې "که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي هم" افغان ځواکونه د پوځي عملیاتو د پرمخ بیولو توان لري. د هغه په وینا ۹۶سلنه عملیات افغان ځواکونه په خپلواکه توګه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG