د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل د پلان سره سم روان دي


 ښايي د جولاۍ تر نیمایي پورې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي
ښايي د جولاۍ تر نیمایي پورې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي

د بهرنیو ځواکونو یو ویاند د جمعې په ورځ مۍ۱ (غويي۱۲) امریکا غږ ته وویل چې شاید په شاوخوا یوې نیمې میاشتې کې (جولاۍ نیمايي) په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي.

دا مهال امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ سرتیري لري.

له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو "مشروط وتل" په فبرورۍ کې په قطر کې د طالبانو-امریکا د تړون له لاسلیک څو ورځې وروسته پیل شول.

په دغه تړون کې ویل شوي که د تړون ټول شرایط تطبیق او عملي شي، د ۲۰۲۱ تر جولاۍ پورې به ټول بهرني‌ ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو ویاند امریکا غږ ته وویل: " موږ د عسکرو کمولو سره د تړلو امنیتي ‌اندېښنو له کبله د اوسني شمېر په اړه تازه معلومات نه خپروو. "

خو داسې راپورونه شته چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر له ۱۰زرو څخه کم شوی دی.

د امریکا-طالبانو په تړون کې دا ژمنه شوې ده چې طالبان به بهرنیو ځواکونو بریدونه نکوي، خو په تړون کې په افغان ځواکونو باندې د برید نه کولو کومه ژمنه نشته. په همدې حال کې سیګار وايي‌ چې امریکایي ځواکونو له تړون وروسته په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه د معلوماتو خپرول بند کړي دي.

ایتلافي ځواکونه وايي د دغو بریدونو معلومات د امریکا-طالبانو د سیاسي مذاکرو "مهمه برخه" ده. د امریکا ددفاع وزارت مني چې دا بریدونه زیات شوي او وايي‌هڅه کوي چې د دپلوماتیکو لارو څخه دا بریدونه کم کړي

افغان حکومت وايي‌ چې طالبانو په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې څه باندې ۲۰۰۰بریدونه کړي او شاوخوا ۱۰۰افغان امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

یوناما څو ورځې مخکې د ولسي تلفاتو په اړه یو راپور خپور کړ چې وايي د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۵۳۳ ولسي خلک وژل شوي او د دغو تلفاتو ۳۹سلنه مسولیت د طالبانو په غاړه دی.

XS
SM
MD
LG