د لاس رسي وړ اتصالات

سکاټ میلر د "تاوتریخوالي کمولو" په اړه طالب مشرانو سره لیدلي


دغه ملاقات تېره شپه په قطر کې شوي
دغه ملاقات تېره شپه په قطر کې شوي

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي چې د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر په قطر کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه له طالب مشرانو سره خبرې کړي.

د دغې غونډې په اړه ډېر جزیات ورکړل شوي نه دي‌.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یو ویاند د شنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري۲۳) د امریکا غږ د ایمیل په ځواب کې ولیکل: "جنرال میلر تېره شپه له طالب مشرانو سره ولیدل. دا ملاقات (طالبانو سره) په تړون کې د ایجاد شوي پوځي چاینل د یوې برخې په توګه ترسره شول. ملاقات د تاوتریخوالي د کمولو د اړتیا په اړه وو."

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې دا ملاقات په دوحه کي شوي، خو نوموړي نه دي ویلي چې په ملاقات کې څوک وو.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په دغه لیدنه کې پر طالبانو د چاپو او بریدونو په اړه هم خبرې وشوې.

دا لیدنه پر داسې مهال کیږي چې طالبان د خپلو ۵۰۰۰ جنګیالیو په خوشې کولو کې ځنډ، پر هغوی هوايي او ځمکني بریدونه او چاپې وهل د تړون خلاف بولي.

افغان حکومت وايي طالبان د خپلو ۱۷ هغو قومندانانو د خوشې کولو غوښتنه هم کوي چې په ځینو هغو لویو بریدونو کې یې لاس لرل چې ګڼ ملکي او پوځي افغانان په کې وژل شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي‌ چې ځواکونه یې په دفاعي حالت کې دي او د طالبانو د بریدونو ځواب ویلو ته چمتو دي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د همدغه کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

د طالبانو د دغې ادعا په اړه څه موده مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګیت ویلي وو "بهرني ځواکونه د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د ټولو پوځي شرایطو مراعتولو ته ژمن دي او په دې اړه بې ځایه ادعاوې اساس نه لري."

هغه همدارنګه ویلي وو چې د شوي تړون له مخې که د هغوی پر افغان ایتلافیانو برید کیږي، دوی به یې دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG