د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان ولسمشر له ټرمپ څخه د امریکا د پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل د لبنان د پوځ سره به د امریکا د احتمالي ملاتړ په اړه خبرې وکړي. نوموړي دا څرګندونې د سه‌شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره د لیدنې پر مهال وکړې.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د جون په میاشت کې لاسلیک شوې هوکړه د پلي کېدو په حال کې ده. د دې هوکړې له مخې، لبنان باید د حزب‌الله ډله چې د امریکا له خوا ترهګره ډله بلل شوې بې‌وسلې کړي او په بدل کې اسرائیل باید خپل ځواکونه د لبنان له سوېل څخه وباسي.

جوزف عون له ټرمپ سره د ګډو څرګندونو پر مهال خبریالانو ته وویل چې هغه د امریکا له ولسمشر څخه د لبنان لپاره د سیاسي ملاتړ او د لبنان د وسله‌والو ځواکونو (LAF) د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

ټرمپ همداراز وویل، که جوزف عون ترې وغواړي، نو له حزب‌الله سره به هم خبرې وکړي.
عون وویل: «د لبنان وسله‌وال ځواکونه د هېواد امنیت او ثبات ساتي. که پوځ نه وي، هر څه به ړنګ شي. موږ دا نه غواړو، او زما په اند ولسمشر ټرمپ هم دا نه غواړي.»

ټرمپ لبنان «یو ډېر ځپل شوی هېواد» وباله او ژمنه یې وکړه چې له دغه هېواد سره به مرسته وکړي.

هغه وویل: «موږ به ډېرې ستونزې هوارې کړو. موږ لا هم د لبنان لپاره ځینې ستونزې حل کړې دي. لکه څنګه چې پوهېږئ، د حزب‌الله موضوع شته، خو موږ داسې ګامونه پورته کړي چې د نړۍ پام به ځانته واړوي.»

جوزف عون د یکشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره هم لیدلي وو. روبیو ټینګار وکړ چې حزب‌الله باید له منځه یووړل شي او پر ځای یې د لبنان پوځ د هېواد د امنیت بشپړ مسؤلیت په غاړه واخلي، او داسې حکومت رامنځته شي چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.

روبیو وویل، په دې لیدنه کې دواړو لورو د امریکا او نړیوالو پانګونو د زیاتولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو پروازونو د بیا پیلولو پر امکاناتو هم خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان او اسرائیل د هوکړې د پلي کېدو په چوکاټ کې په درېیو ازمایښتي سیمو کې عملیات پیل شوي، چې موخه یې دا ده چې د لبنان پوځ په دغو سیمو کې د امنیت بشپړ مسؤلیت په خپله غاړه واخلي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG