د ولسمشر ټرمپ حکومت پر اوکراین باندې د ۸۲۵ میلیونو ډالرو په ارزښټ د وسلو خرڅولو پریکړه منظور کړې په داسې حال کې چې امریکا خپلو هڅو ته ادامه ورکوي چې په دغه جنګ ځپلي هېواد (اوکراین) کې جګړه پای ته ورسوي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې ویلي دي چې کانګرس یې د اوکراین د هغې غوښتنې په هکله مطلع کړی دی چې غواړي د امریکا څخه ۳۳۵۰ د « اي آر اې ام» یا د اوږده واټن میزایلونه او ۳۳۵۰ د جي پي اس لارښونکي سیسټمونه رانیسي.
د باندنیو چارو د وزارت په بیانیې کې راغلي دي چې اوکراین به د ډنمارک، هالنډ، ناروې د پیسو او د امریکا د بهرني پوځونونو د تمویل له لارې ددې وسلو په رانیولو کې کار واخلي.
بیانیه زیاتوي چې د وسلو دغه پیشنهاد شوې خرڅلا به د امریکا د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د اهدافو ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین پرون د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې پر پلازمینې کیف او ددغه هیواد پر نورو سیمو باندې د روسیې په ورستیوو هوايي بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي دي چې په کښي درې ماشومان هم شامل دي.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې دواړه اړخونه پر یوه بل باندې په بریدونو کې دخیل دي چې په لړ کې یې په دواړو هیوادونو کې اهداف په نښه شوي دي او ویلي یې دي چې دغه وژنې به تر هغه ادامه ولري چې دغه جګړه ادامه پیدا کړي. سپینې ماڼۍ د دواړو هیوادونو د مشرانو څخه غوښتي دي چې « جګړه باید ودروي.»
د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ ددې جګړې د ختمولو په موخه د اګست پر ۱۵ او د اګست پر ۱۸ د ولسمشر ویلادمیر پوتین او ولسمشر زیلینسکي او اروپايي مشرانو سره دوې بیلابیلې سرمشریزې غونډې دایرې کړې.
ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې هغه د پوتین او زیلینسکي ترمنځ د یوې دوې اړخیزې غونډې پر دایرولو کار کوي او دواړو مشران یې دې ته هڅولي دي چې د خپلو اختلافاتو د حل دپاره د یوه بل سره کار وکړي.
فورم \ دبحث خونه