د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې سره د مذاکراتو نه مخکې امریکا او اوکراین په جنیوا کې سره خبرې کوي

 د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو

اوکرایني او امریکایي چارواکي په جنیوا کې خبرې اترې کوي. دا پداسې حال کې ده چی واشنګټن د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو هڅې جاري ساتلي دي. دا جګړه اوس خپل پنځم کال ته داخله شوې ده.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاعې چارو د شورا سکرتر او مخکښ مذاکره کوونکي، رستم عمروف، د اېکس پر شبکې لیکلي چې په دغو خبرو کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیف وېټکاف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زوم جیرډ کوشنر سره دوه اړخیزه ناسته هم شامله ده.

نوموړي ویلي چې خبرې به د مذاکرې پر بهیر او له جګړې وروسته د بیارغونې پر موضوعګانو او همداراز له روسیې سره د راتلونکو درې اړخیزو خبرو د چمتووالي پر مسئلو تمرکز ولري.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د (سېنټ کېټس او نېوېس) په (فريګېټ بې) کې خبریالانو ته په خبرو کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا پر دریځ ټینګار وکړ.

هغه وویل: «په اوکراین کې دا جګړه د حل کومه پوځي ‌لاره نه لري. دا جګړه به د مذاکرې له لارې هواره شي، او دا مهال موږ په نړۍ کې یوازینی هېواد یو چې کولای شو د مذاکرې لپاره یو محرک ځواک واوسو.»

روبیو زیاته کړه که واشنګټن له دغه رول څخه شاته شي، بل هېڅ لوری، نه ملګري ملتونه، نه فرانسه او نه هم اروپایي ټولنه، هیڅ لوری نشي کولای دا تشه ډکه کړي، ځکه «روسان له هغوی سره حتی خبرې هم نه کوي.»

د خبرو د بهیر د چټکتیا په اړه، روبیو د پرمختګ یادونه وکړه خو ویې ویل چې لا هم مهم خنډونه شته.

هغه وویل: «زما په اند موږ د اختلافي مسلو په راکمولو کې پرمختګ کړی، خو لا هم ځینې مسئلې پاتې دي چې له بده مرغه ډېرې، ډېرې ستونزمنې دي.»

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په شپه ولس ته په کلنۍ وینا کې دا ډیپلوماسي له انساني بیې له اړخه بیان کړه. هغه وویل: «موږ ډېر سخت کار کوو څو د روسیې او اوکراین ترمنځ وژنې او قتل عام پای ته ورسوو، چیرې چې هره میاشت ۲۵ زره سرتېري وژل کېږي.»

مسکو او کییف لا هم د ځمکنيو سیمو پر سر ژور اختلافات لري. روسیه له اوکراین څخه غواړي چې د دونېڅک سیمې هغه پاتې برخه چې بشپړ کنټرول یې نه لري، روسیې ته ورپرېږدي خو اوکراین وایي چې د جګړې لومړۍ کرښې باید هماغسې چې دي پاتې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG