د امریکا متحدو ایالتونو د دوشنبې په ورځ د ډسمبر ۲۹مه د ملګرو ملتونو سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې پکې"په ټوله نړۍ کې د حیاتي او ژوند ژغورونکو بشري هڅو ملاتړ لپاره د واشنګټن قوي ژمنې" باندې ټیګار کوي.
دا تفاهم لیک له نړیوالو سازمانو غواړي چې "اصلاحات پلي کړي ترڅو دا هڅې ډیرې اغیزمنې، ګټورې او د امریکایی مالیه ورکوونکو لپاره ځواب ویونکې شي."
متحده ایالتونه د دغه تړون له لاسلیک وروسته، په ټوله نړۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري فعالیتونو لپاره د دوه میلیارد ډالرو د مرستې اعلان وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل: "تمه کیږي چې دا تاریخي مرستې به یوازې تر ۲۰۲۶ کاله پورې لسګونه میلیونه خلک د لوږې، ناروغۍ او د جګړې له ویجاړۍ څخه وژغوري. تمه کیږي چې د ژوند ژغورنې د اغیزو په اړه د پام وړ د دې موثریت او لوړ لومړیتوب له امله، دا نوی ماډل د امریکا مالیه ورکوونکو ته په زاره ډول د مرستو رسونې د ماډلونو په پرتله نږدې ۱.۹ ميلیارد ډالر وسپموي."
متحده ایالتونه د څو لسیزو راهیسې ملګرو ملتونو ته د بشري مرستو ترټولو لوی تمویل کونکی هیواد دی.
د متحدو ایالتونو د حکومت د اسنادو له مخې چې تیر کال خپاره شوي، امریکا د نړۍ ترټولو لوی بشري مرسته کونکی هیواد دی، چې تر ۲۰۲۱ کاله پورې یې څه باندې ۵۴ میلیارد ډالره بشري مرستې چمتو کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وویل "خو، لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ روښانه کړې، ملګري ملتونه په زیاتیدونکې توګه د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي. په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې ملګرو ملتونو ته د امریکا کلنۍ مرستې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي، چې په کلنۍ رضاکارانه مرستې له ۸ میلیارد ډالرو څخه ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسیدلي دي."
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ملګرو ملتونو سره د لاسلیک شوي تړون په اړه د تبصرې په ترڅ کې، وویل چې دا تړون "په بنسټیز ډول د متحدو ایالتونو د پلان، تمویل او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د بشري فعالیتونو د څارنې څرنګوالی اصلاح کوي."
روبیو د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې هدف دا دی چې "ډاډ ترلاسه شي چې د امریکایی مالیه ورکوونکو په لږو پیسو باندې ډیر ژوند وژغورل شي."
هغه وويل: "دا نوی ماډل به د ملګرو ملتونو بشري بار د نورو پرمختللو هیوادونو سره په ښه توګه شریک کړي، او ملګري ملتونه به اړ کړي چې خپل کاري بار کم کړي، د تکرار مخه ونیسي، او د اغیزې، حساب ورکولو او څارنې لپاره نوي، قوي او اغیزمن میکانیزمونو ته ژمن وي."
روبیو د بشري مرستو په برابرولو کې د متحدو ایالتونو د حکومت لومړیتوبونه روښانه کړل.
روبیو وویل: "امریکا د ژوند ژغورونکي بشري مرستو په برخه کې د نړۍ ترټولو سخاوتمنده مرسته کونکی پاتې شوی– خو د امریکا د ولسمشر په مشرۍ، د مالیه ورکوونکي پیسې به هیڅکله ضایع نشي، د امریکا ضد یا په بې کفایتۍ باندې مصرف نشي."
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مرستیال، ټام فلیچر "په ټوله نړۍ کې د بشري هڅو لپاره د دوه میلیارد ډالرو غیر معمولي ژمنې" خبر تایید کړ.
فلیچر په یوه بیان کې وویل: "د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جیریمي لیوین لخوا د مشرتابه دا زړور او ځیرک اقدام به د میلیونونو خلکو ژوند وژغوري."
فلیچر وویل: "امریکایی مالیه ورکوونکي حق لري چې پوه شي چې د دوی مرسته څنګه کارول کیږي، او موږ به وښیو چې څنګه هر ډالر د ژوند ژغورونکې ریښتنې اغیزې لري."
دا ژمنه څلور میاشتې وروسته له هغه کیږي چې سپینې ماڼۍ د نړیوالو سازمانونو لپاره د امریکا د بهرنیو مرستو او تمویل نږدې پنځه میلیارد ډالر کم کړل، او ویې ویل چې دا اقدام د ټرمپ د "امریکا لومړۍ" له لومړیتوبونو څخه سرغړونه کوي.
متحده ایالتونه پخپل وار سره د "امریکا لومړۍ نړیوالې روغتیا د ستراتیژۍ" په نوم یوه نوې تګلاره وړاندې کړه.
د امریکا د حکومت په وینا دا نوې ستراتیژي دوه اړخیزو تړونونو ته لومړیتوب ورکوي څو د پیسو له ضایع او بې کفایتۍ کمې کړي چې پخوانۍ ستراتیژۍ یې زیانمنې کړې وې.
فورم \ دبحث خونه