د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په افغانستان کې یو نوی روغتیايي نوښت پیل کړی دی، او ویلي یې دي چې دا هیواد لا هم د نړۍ یو له ډیرو شدیدو بشري بحرانونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو ادارې په یوه بیان کې ویلي چې په دې روغتیایی نوښت کې چې د اسیا د پراختیایي بانک او د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام لخوا د ۳ میلیون ډالرو بودجې په مرسته تمویل کیږي، په کونړ، دایکندي او کندهار ولایتونو کې د روغتونونو جوړول شامل دي، چې ټولټال به ۲۴۰زره خلک ورنه ګټه واخلي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي چې سږ کال څه باندې ۲.۵ ميلیون افغان کډوال بیرته هیواد ته ستانه شوي او په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا "په نړۍ کې یو له ډیرو شدیدو بشري بحرانونو څخه" رامینځته کوي.
په بیان کې ویل شوي، "[په افغانستان کې] روغتیايي اسانتیاوې ډېرې محدودې دي او د بې ځایه کېدو ننګونې، اقتصادي کمزورتیا او د پولیو دوام افغانستان د هغو څو هېوادونو په کتار کې راولي چې دا ناروغي پکې لاهم خپریږي."
په ورته وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د لسګونو ډاکټرانو، نرسانو او روغتیایی کارمندانو لپاره د روزنې پروګرام پیل کړی دی چې موخه یې "د سرطان د درملنې پیاوړتیا او د خدمتونو ملاتړ" دی.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له هغه وخت راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واکمن شول چې ورسره بهرنۍ مرستې کم یا ختمې شوې، افغانستان د بشري کړکیچ سره مخ دی، چې ورسره روغتیايي خدماتو ته لاسرسی هم کم شوی دی.
فورم \ دبحث خونه