د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د خپلو متحدینو وغوښتل د داعش ضد جګړه روانه وساتي


د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندون په ایټالیا کې کړي.
د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندون په ایټالیا کې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خپلو متحدینو څخه وغوښتل چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په خلاف جګړه روانه وساتي.

ښاغلي بلینکن دا څرګندونې نن دوشنبه جون ۲۸ (چنګاښ۷) په ایټالیا کې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د وزیرانو د غونډې په پیل کې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، " د ګډ کار کولو له کبله مو ډیر پرمختګ کړی او زه هیله لرم چې تاسو ټول په جګړې نظر وساتئ. د دې تروریستي ډلې پر ضد تر هغه وخت جګړه وکړئ چې په قاطع توګه له منځه نه وي تللي. "

بلنکن په افریقا کې د داعش د فعالیتونو په هکله د ایټالیا د چارواکو سره کتلي.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن دوشنبه جون ۲۸ (چنګاښ۷) د ایټالیا د بهرنیو چارو د وزیر، لیوګي ډي مایو سره په ګډه په ایټالیا کې د هغو نړیوالو ائتلافي هیوادونو د وزیرانو د غونډې مشري وکړي چې د اسلامي دولت یا داعش په خلاف جګړه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي په غونډې کې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت یا داعش په وسله والو د فشار په ساتلو او دا چې څنګه په نړۍ کې د دې ډلې پورې د نورو تړلو ډلو پر ضد مبارزه وشي، خبرې کیږي.

اسلامي دولت یا داعش ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د ددفتر سرپرست پیټریک وارمن خبریالانو ته وویل چې د ایټالیا په غونډې کې به وزیران په ځانګړې توګه په لویدیځې افریقا او د ساحل په هیوادونو کې د داعش د ډلې لخوا په نویو پیدا شویو ستونزو وغږیږي.

ښاغلي وارمن وویل داعش لا هم "قوي دښمن" دی او زیاته یې کړه چې په عراق او سوریه کې لا هم ډیر کار پاتې ځکه چې دا وسله واله ډله د خلکو د ترهولو لپاره لا هم د بریدونو توان لري.

امریکا په ۲۰۱۴ کال کې وروسته تر هغې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر ضد د جګړې لپاره نړیوال ائتلاف پیل کړ چې دې ډلې د سوریې په شمال او عراق کې ګڼ شمیر سیمې ونیولې.

ائتلاف اوس ۸۳ غړي لري. دې ائتلاف په ۲۰۱۹ کال کې اعلان وکړ چې د داعش ډله د وروستي مرکزه وایستل شوه.

XS
SM
MD
LG