د لاس رسي وړ اتصالات

له ایران څخه د امریکا غوښتنه: معترضان مه اعداموئ


د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۸ (غوايي۲۸) له ایران څخه وغوښتل هغه درې کسان اعدام نکړي چې د رژیم په ضد په مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټیل په دې اړه خواشیني وښوده او وویل چې مجید کاظمي، صالح میرهاشمي او سعید یعقوبي به ژر اعدام شي.

هغه خبریالانو ته وویل چې د دغو کسانو اعدام کول «په ایران او هر بل ځای کې بشري حقونو او اساسي وقار ته سپکاوی» دی. د دوی محاکمه «شرم ګڼل» شوی.

ویدانت پټیل زیاته کړه: «داسې ښکاري چې د ایران رژیم له هغو مظاهرو څخه هېڅ درس نه دی اخیستی چې د مهسا امیني له مرګ وروسته پیل شوې.»

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان هم د دغو کسانو د اعدام د حکم په اړه اندېښنه ښودلې وه.

تېرکال د سپتمبر په میاشت مهسا امیني د ایران د ارشاد د پولیسو په توقیف کې مړه شوه او له هغې وروسته خلکو مظاهرې وکړې. پولیسو هغه د «بد حجابۍ» په تور نیولې وه. ایران تېرکال هم څلور معترضان اعدام کړل چې دا کار په نړیواله کچه وغندل شوه.

د مجید کاظمي کورنۍ په استرالیا کې اوسېږي، دغلته هم د ایران رژیم د دغې پرېکړې په اړه اندېښنې پارېدلي دي. د مجید کاظمي کورنۍ وايي چې هغه په ایران کې په سوله ایزو مظاهرو کې برخه اخیستې وه.

ایران تور لګوي چې په دغو مظاهرو کې د بهرنیو کړیو لاس دی، خو معترضان د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه ورکوي.

د راپورونو په اساس، تېرکال د مظاهرو له پیل را وروسته، په ټول ایران کې څه باندې ۱۶۴۰ اعتراضیه غونډې شوې چې شاوخوا ۵۰۰ کسان په کې وژل شوي دي. همدغه راز تر ۲۰۰۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

د ایران حکومت تېره میاشت اعلان کړ چې لږ تر لږه ۲۴۰۰۰ هغه کسان یې بخښلي دي چې د رژیم په ضد په مظاهرو کې دخیل وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د څانګې مشر ولکر ترک په ایران کې د اعدامونو د مخ په زیاتېدونکې لړۍ په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې ایران هره اوونۍ په اوسط ډول څه باندې ۱۰ کسان اعداموي.

د روان میلادي کال له پیل راهېسې ایران، د مخدره موادو د قاچاقو او یو لړ نورو تورونو له کبله څه باندې ۲۱۰ تنه اعدام کړي، ملګري ملتونه وايي ممکن د اعدام شویو کسانو شمېر تر دې زیات وي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي چې ایران تېرکال ۵۲۸ کسان اعدام کړي اووړم کال یې ۳۳۳ کسان اعدام کړي وو.

XS
SM
MD
LG