د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران حکومت یو ایراني الاصله سویډنی اعدام کړ


ایراني الاصله سویډنی، حبیب فرج الله چعب
ایراني الاصله سویډنی، حبیب فرج الله چعب

د ایران حکومت نن شنبې د مې شپږمه (غوايي ۱۶) یو ایراني الاصله ناراضه سویډنی او "د نضال غورځنګ بنسټ ایښودنکی‌" حبیب فرج الله چعب، په دغه هېواد کې د ''فساد فی‌الارض" په تور اعدام کړ.

نوموړی چې په حبیب اسیود هم مشهور و، دوه کاله مخکې په ترکیې کې د ایران امنیتي مامورینو له خوا وتښتول شو او بیا ایران ته راوړل شو.

د ایران حکومت د "نضال غورځنګ" یوه ترهګره ډله ګڼي او په دغه هېواد کې په وسله والو بریدونو کې په لاس لرلو تورنوي. خو د "نضال غورځنګ" د ایران حکومت دغه ادعا بې بنسټه بللې ده او ویلي‌ چې په ایران کې یې موخه د عربانو د حقونو دفاع ده.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر بیلسټروم، د حبیب اسیود د اعدام په غندلو سره وویل چې د سویډن حکومت له ایران څخه غوښتي و چې پر دغه ایران الاصله سویډنی تبعه دې د اعدام حکم نه پلی کوي.

هغه زیاته کړه چې اعدام یو غیر انساني سزا ده. سویډن او اروپايي ټولنه ددغې سزا پلی کول تر هر ډول شرایطو لاندې غندي.

تر دې مخکې هم د سويډن حکومت د ایران له خوا د حبیب اسیود پر نیولو انديښنه څرګنده کړه وه.

د ایران او سویډن ترمنځ اړیکې د حبیب اسیود تر اعدام مخکې هم ترینګلي وو، ځکه د سویډن حکومت د ایران یو پخوانی چارواکی چې د ۱۹۸۸م کال د ډله ایزو اعدامونو مسوول و، په ابد بند محکوم کړی دی.‌

حبیب فرج الله چعب، ۴۸ کلن و او د سویډن تابعیت یې درلودی. نوموړی چې د یوې مودې لپاره د اهواز د آزادي بښوونکې عربي غورځنګ ‌(نضال) مشري پرغاړه لرله، دوه کاله مخکې ترکیې ته د سفر پر مهال د ایران د امنیتي مامورینو له خوا وتښتول شو.‌

د ایران د بشري حقونو ټولنې هم د حبیب اسیود اعدام په کلکه غندلی او د ''محکمې له پریکړې پرته'' ددغه قتل په اړوند یې د نړیوالې ټولنې د غبرګون غوښتنه کړې.‌

په دې اړه د ایران د بشري حقونو ټولنې رئیس محمود امیري مقدم وویل چې، د حبیب اسیود اعدام د حکومتي تروریزم یوه څرګنده بیلګه ده.‌

د ایران امنیتي ادارې په تیرو کلونو کې ګڼ شمېر مدني‌ فعالان او ددغه هېواد سیاسي مخالفین لکه روح الله زم،‌ جمشید شارمهد او حبیب اسیود په ګاونډیو هېوادونو کې تښتولي او بیا یې ایران ته انتقال کړي دي.‌

دا پداسې حال کې ده چې ایران قضایه قوې، ایراني الاصله سویډني اتباع ‌روح الله زم او حبیب اسیود او یو بل ایراني‌الاصله جرمني تبعه جمشید شارمهد په اعدام محکوم کړي دي.

XS
SM
MD
LG