د لاس رسي وړ اتصالات

ایران دوه کسان قران ته د سپکاوي په تور په دار ځړولي

عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ایران قضایه قوه وايي دوه کسان یې قران او د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي کولو په جرم په دار ځړولي دي.

د ایران د قضایه قوې پورې اړوند د میزان ویب سایټ د دوشنبې په ورځ مۍ اتمه (غوايي ۱۸) راپور ورکړ، چې صدرالله فضلي زیري او یوسف مهرداد چې د محکمې له خوا "د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي او... قران کریم په سوځولو" محکوم شوي وو، د دوشنبې په سهار په دار وځړول شول.

میزان ویب سایټ لیکلي چې له دې دوو کسانو څخه یې یو تن د ۲۰۲۱ په مارچ کې په ټولنیزو رسنیو کې په خپلو لیکنو کې مقدساتو ته په سپکاوي کولو اعتراف کړی و.

له ایران څخه دباندې د بشري حقونو د ملاتړ ډلو ویلي چې په ایران کې دا ډول اعترافونه تر فشار لاندې او په "جبري" ډول اخیستل کیږي او دا کار یې غندلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د ملاتړ نورو ادارو د معلوماتو له مخې، ایران له چین وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات خلک اعداموي.

د بشري حقونو د ملاتړ دوو ادارو تېره میاشت وویل چې په ایران کې د یو کال وړاندې په پرتله په ۲۰۲۲ کې ۷۵ سلنه زیات خلک اعدام شوي دي.

ناروې میشتې د ایران د بشري حقونو ډلې او په فرانسه کې د اعدام سزا مخالف بنسټ په ګډ راپور کې ویلي چې په تېر یو کال کې، په ایران کې ۵۸۲ کسان اعدام شوي چې دا په ایران کې د ۲۰۱۵ راهیسې د اعدامونو تر ټولو زیات شمېر ښيي. د بشري حقونو د ملاتړ دغو دوو ادارو همدارنګه ویلي چې په په ۲۰۲۱ کال کې په ایران کې ۳۳۳ کسان په دار ځړول شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG