د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې تر ټولو ستر بم وکاراوه


امریکايي ځواکونو سږکال په افغانستان کې د هوايي بریدونو شمیر زیات کړی
امریکايي ځواکونو سږکال په افغانستان کې د هوايي بریدونو شمیر زیات کړی

امریکايي ځواکونو د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ځپلو په موخه په افغانستان کې خپل تر ټولو ستر غیراټمي بم استعمال کړي.

د امریکا پوځ د پنجشنبې په ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې GBU-43 ډوله بم یې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې وکاروه.

د بم هدف د اسلامي دولت ډلې یا داعش هغه تونل بلل شوې چې ویل کیږي د داعش جنګیالیو ترې کار اخیست.

د سپینې ماڼۍ ویاند، شان سپایسر، وویل چې بم پداسې ډول وکارول شو چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسیږي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جان نکلسن، ویلي چې د داعش مرګ-ژوبله مخ په زیاتیدو ده او دا بم د دې لپاره وکارول شو چې د دغې ډلې تونلي پټنځایونه په بشپړه توګه له منځه یوړول شي.

د ستر امریکایي بم په هکله معلومات چې نن په افغانستان کې استعمال شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:34 0:00

د اچین ولسوال، داکټر اسماعیل، امریکا غږ ته وویل چې دغه بم په غرنۍ سیمه کې کارول شوی او سیمې ته نږدې ملکي خلک نه اوسیدل.

د ننگرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د امریکا غږ ته ویلي دي چې "مونږ ددې بم په هکله دمخه نه وو خبر".

تر دې دمه نده څرګنده چې دغه بم څومره کسان وژلي او داعش ته يې نور کوم زیانونه اړولي دي. افغان حکومت هم تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي خو د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر، په جلال آباد کې وویل چې افغان ځواکونه به د امریکايي ځواکونو په مرسته سږ کال داعش ته په افغانستان کې پوره ماتې ورکړي.

XS
SM
MD
LG