د میاشتو کمپاینونو وروسته، د امریکا په بیلابیلو برخو کې کاندیدان د نومبر دریمې په تمه وو څو رایه ورکوونکي په منځمهاله ټاکنو کې رایه ورکړي.
ددې ټاکنو نتیجه به معلومه کړي چې د ولسمشر ټرمپ په راتلونکو دوو کلونو کې کوم ګوند د کانګرس کنټرول ترلاسه کوي.
د امریکا د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ او د سنا په جرګه کې له ۱۰۰ څوکیو څخه ۳۵ څوکۍ د ټاکنو ته وړاندې شوې دي.
د ټرمپ جمهوري غوښتونکي ګوند د ټاکنو څخه مخکې په دواړو مجلسونو کې په لږ توپیر اکثریت درلود، په داسې حال کې چې دیموکرات ګوند هیله لري چې کافي څوکۍ په د خپل ګوند په ګټه واړوي څو بېرته مقننه قوې کنټرول ترلاسه کړي.
جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو چارواکو د سهشنبې په ورځ د رایې ورکولو له پیل وروسته خپل ډاډ څرګند کړ.
ولسمشر ټرمپ فاکس نیوز ته وویل، "زما په اند پایلې به ستاسو له فکر څخه غوره وي." او د سنا د ډیموکراتانو مشر چک شومر د خپلې رایې ورکولو وروسته وویل، "موږ به نن شپه ټاکنې وګټو."
د سنا د کنټرول لپاره د الاسکا، ایووا، کنساس، مېن، میشیګان، اوهایو، او ټکزاس په ایالتونو کې سیالي ډیره سخته روانه ده.
هغه کسان چې د سې شنبې په ورځ ټاکل کېږي، د جنورۍ په درېیمه به په کانګرس کې خپل دنده پیل کړي.
په ډېرو ایالتونو کې رایه ورکوونکو وکولای شول چې د سې شنبې د ټاکنو له ورځې مخکې خپلې رایې ورکړي ځکه په ډېرو سیمو کې په حضوري شکل د رایې ورکونې او د پست د لارې د رایې د ورکولو امکانات مهیا شوي وو. د فلوریډا پوهنتون د ټاکنو لابراتوار په وینا، له ۶۰ میلیونو څخه زیاتو خلکو د سه شنبې له ورځې مخکې رایې ورکړې دي.
د امریکا د کانګرس د ټاکنو سربیره، د ۵۰ ایالتونو له ډلې په ۳۶ ایالتونو کې د والي، د ایالت په کچه د مقننه قوې او نورې سیمه ایزې ټاکنې هم کیږي.
جمهوري غوښتونکو همدارنګه د نن ورځې تر ټاکنو مخکې د ایالتونو د والیانو د شمیر له اړخه هم یو څخه مخکې وو. د وروستی ځل چې دیموکراتانو د اکثریت د ترلاسه کیدو لپاره په کافي اندازه سیالۍ وګټلې د ۲۰۰۶ کال په ټاکنې وې.
فورم \ دبحث خونه