د لاس رسي وړ اتصالات

عراق ته د امریکا خبرداری؛ د ایران د پروازونو په تسهیل کوونکو به بندیز ولګول شي

متحدو ایالتونو عراق ته خبرداری ورکړی که یې هر هوايي ډګر او یا اداره د ایران الوتنې ومنلې او یا یې چارې ورته اسانه کړې، د متحدو ایالتونو له بندیزونو سره به مخامخ شي.

د شرق الاوسط ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې دا خبرداری «جدي او مستقیم» دی او په کې ویل شوي چې د عراق هر هوايي ډګر او شرکتونه چې د ایران الوتنې مني او یا ورته خدمتونه برابروي، ځانونه د امریکا د بندیزونو له خطر سره مخامخ کوي.

د شفق نیوز هم راپور ورکړی چې امریکايي لوري دا وضاحت هم ورکړی دی، چې دا تنبیهي اقدامات یوازې په هغو شرکتونو پورې محدود نه دي چې بندیزونه پرې لګول شوي، بلکې هغه شرکتونه او ادارې هم رانغاړي چې د ایران الوتکو ته تېل ورکوي او خدمتونه برابروي.

په همدې حال کې ایرانۍ رسنیو خبر ورکړی دی چې د نجف هوايي ډګر به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې ایرانۍ الوتکو ته بیا پرانیستل شي. تر دې دمه د عراق هېڅ یوې رسمي ادارې دا خبر تائید کړی نه دی.

د نجف هوايي ډګر تېره اونۍ د ایرانۍ الوتکو په مخ وتړل شو. د اقتصاد انلاین د راپور په اساس، هره ورځ به د نجف د هوايي ډګر څخه شاوخوا ۱۸ الوتنې د ایران بېلا بېلو ښارونو ته کېدې او د بغداد د هوايي ډګر له تړل کېدو وروسته د نجف هوايي ډګر د ایراني پروازونو په اصلي مرکز بدل شوی و.

د عراق حکومت اعلان کړی دی چې له متحدو ایالتونو سره به وغږېږي چې د عراق ځینې هوايي ډګرونه او په خاص ډول د نجف هوايي ډګر د بندیزونو څخه مستثنی کړي او روغتیايي، تحصیلي او د مذهبي مراسمو پروازونه بند نه شي.

د متحدو ایالتونو د ماليې وزارت د شتمنیو د کنترول څانګې د سپتمبر په اتمه اعلان وکړ چې په ایران باندې د سختو اقتصادي بندیزونو په لړ کې د ایران په ۳۶ بنسټونو چې ۲۷ هوايي شرکتونه په کې شامل دي، بندیزونه لګولي دي.

دغه اداره وايي چې دغو بنسټونو او شرکتونو د ایران له حکومت سره مرستې کولې. امریکايي مقامات وايي چې د ایران حکومت د دغو شرکتونو څخه د ناقانونه وسلو او انتقالاتو لپاره کار اخیسته.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG