د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي د ایران هغه وړاندیز یې رد کړی چې ویلي وو د امریکا له خوا د ایران د شرایطو د منل کیدو په صورت کې به هرمز تنګی د یوې اوونۍ په ترځ کې پرانیستل شي.
ولسمشر ټرمپ نن د شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۶) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا څرګندونې وکړې.
ایران روانه اوونۍ وړاندیز کړی و که امریکا د ایران د بنادرو سمندري محاصره لري کړي، د تیلو په پلور بندیزونه پای ته ورسوي او د لبنان په ګډون اوربند مراعات کړي، نه یوازې به هرمز تنګی خلاص کړي بلکې د خپل اټومي پروګرام په اړه به خبرې اترې بیا پیل کړي.
خو ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زه د هغوی وړاندیز ردوم... ما د هغوی معامله رد کړه."
ډونالډ ټرمپ زیاته کړه: "هغوي غواړي چې سمدستي د هرمز تنګی پرانیزي ځکه هغوی ډېره بده ماتې خوري. موږ د پام وړ بریا په حال کې یو."
د متحده ایالاتو ولسمشر وویل: "هغوی غواړي چې یوه هوکړه وکړي او زما په اند دا ښه ده، زه هم غواړم چې یوه هوکړه وکړم. هغه څه چې دوي یې غواړي ترسره کړي هغه دا دي چې سمدستي د هرمز تنګی پرانیزي... ځکه چې هغوی هیڅ پیسې نه ترلاسه کوي، ځکه چې هغوی خپلې پیسې د هرمز له تنګي څخه ترلاسه کوي."
په ورته وخت کې، ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې له ګډون وروسته چې له امریکایي لوري سره غیرې مستقیمې خبرې هم پکې شاملې وي، له نیویارک څخه وتلی دی.
بلخوا، سعودي عربستان اعلان کړی یو بل توغندی یې چې د ریاض په وینا د ایران پلوه حوثیانو لخوا توغول شوی و، شنډ کړی دی.
فورم \ دبحث خونه