د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې ته د امریکا خبرداری: په اوکراین کې اتومي برید به ناوړه عواقب ولري


د امریکا د ملي امنیت د شورا سلاکار روسیې ته خبرداری ورکړی که په اوکراین د اتومي وسلو برید وکړي، "ناوړه" عواقب به ولري.

جیک سلیوان یکشنبه سپټمبر ۲۵ (تلې۳) د امریکا د اې بي سي تلویزیون سره په مرکې کې وویل "امریکایي چارواکو په خصوصي توګه روسي چارواکو ته ویلي که د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د اتومي برید امر ورکړي، بایډن به قاطع ځواب ورکړي".

خو ښاغلي سلیوان په مرکې کې دا ونه ویل چې د روسیې د دې اقدام په ځواب کې د متحده ایالاتو ځواب څه وي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار تر دې وړاندې په یوې بلې مرکې کې ویلي و چې که روسیه په اوکراین کې د اتومي وسلو څخه کار واخلي "پدې پوهیږي چې د متحده ایالاتو ځواب به څه وي ځکه چې مونږ دا خبره ورته واضح کړې."

امریکا تیره اوونۍ وروسته تر هغه دا غبرګون وښود کله چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین تر ۳ سوو زرو پورې د احتیاطي نظامیانو د برابرولو اعلان وکړ او په عین حال کې یې د اتومي وسلو د برید امکان هم څرګند کړ.

دا لومړی ځل ندی چې متحده ایالات د اوکراین په جګړې کې د اتومي وسلو څخه د کار اخیستو لپاره روسیې ته خبرداری ورکوي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د سپټمبر د میاشتې په ۱۸مې خپل روسي سیال ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین په جګړې کې د زیاتې تباهۍ وسلو څخه دې کار نه اخلي.

بایډن پوتین ته په خطاب کې ویلي، "مکوئ، مکوئ، مکوئ. تاسو به د جګړې مخ داسې واړوئ چې د دویم نړیوال جنګ راپدیخوا مثال نلري".

جو بایډن په ځانګړې توګه دا ونه ویل که د روسیې مشر په اوکراین کې د کیمیاوي او یا اتومي وسلو څخه کار واخلي، د امریکا ځواب به څه ي خو دا یې وویل چې روسیه به دومره "اجنبي" شي چې پخوا یې ساری نه درلود.

د امریکا مشر زیاته کړه، " که هغه (ولادمیر پوتین) یې وکاروي، مونږ به یې ځواب ووایو او زمونږ د ځواب څرنګوالی د دې وسلو د استعمال د څرنګوالي پورې اړه لري".

ښاغلي بایډن همدرانګه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وروسته تر هغه وغانده چې د لویدیځ سیاستوال یې تورن کړل‌ چې د اتومي جګړې د تثبیتولو او برابرولو هڅه کوي.

ښاغلي لاوروف د مارچ په میاشت کې په یوې انلاین غونډې کې ګواښ وکړ چې درېیمه نړیواله جګړه به اتومي جګړه وي. هغه د روسیې او نورو هېوادونو له خبریالانو سره په اوکراین د خپل هېواد د برید په اړه غږېده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «ښکاره خبره ده چې درېیمه نړیواله جګړه به اتومي جګړه وي.» خو هغه په دې برخه کې د اروپايي هېوادونو مشران تورن کړل چې ګنې د هغه په نظر د دغې جګړې ته لاره هواروي

پوتین پداسې حال کې د احتیاطي سر تیرو جوړولو خبره کوي چې د اوکراین په جګړې کې روسي ځواکونو د خڼدونو سره مخ دي او ګڼ شمیر هغه سیمې چې د جکړې په پیل کې یې نیولې هم د لاسه وتلي دي.

د پوتین د اعلان څخه وروسته په روسیې کې پراخې مظاهرې وشې او پولیسو سلګونه مظاهره چیان ونیول.

ګڼ شمیر کسان چې د پوتین د جګړې سره مخالفت لري او یا د وژل کیدو څخه ویره لري، وار د مخه په الوتکو کې نورو هیوادونو ته تللي او ځیني نور د موټرو د لارې فنلنډ، ګرجستان او نورو ګاونډیو او اروپایي هیوادونو ته تللي دي.

په عین حال کې روسیه تیاری نیسي چې د اوکراین په هغو څلورو سیمو کې چې بشپړ یا څه نا څه کنټرول یې د دې هیواد په لاس کې دی د روسیې سره د یو ځای کیدو یا نه یو ځای کیدو په هکله ټولپوښتنه وکړي.

دا کار به مسکو ته پلمه په لاس ورکړي چې د همدې سیمو دفاع کوي.

په ځینو مواردو کې روسي عسکر کور په کور تللي او د ټوپک په زور یې خلک اړ کړي چې په رای ګیري کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG