د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران د بندیزونو په اړه بریتانیې ته خبردارې ورکړ


په لندن کې د امریکا سفیر د بریتانیې صدراعظمې ټریزا می ته خبرداری ورکړیدی چې په ایران د ډونالډ ټرمپ د بندیزونو په سر د امریکا ملاتړ وکړي.

په لندن کې د امریکا سفیر ووډي جانسن خبرداری ورکړ چې که چیرته دوي د امریکا ملگرتیا ونکړي نو دا به بد تجارتي نتایج ولري. هغه وویل چې پکار ده بریتانیه د اروپایي اتحاد نه په دی مسله بیل شي او د ولسمشر ټرمپ د دریځ پلوي وکړي.

هغه وویل چې بریتانیه د امریکا نژدی ملگری دی او تمه ده چې هغوي به ورسره د ایران د بندیزونو په اړه موافق شي.

ښاغلي ووډي جانسن د بریتانیې تاجرانو ته هم خبرداری وکړ چې د ایران سره دې تجارت پریږدي کنه نو د سختو عواقبو سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ امریکا د ایران سره د اتومي وسلو په سر د ٢٠١٥ کال د موافقې نه وېستلې او په ایران یې اقتصادي بندیزونه لگولي دي.

د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې د پیلیدو نه وروسته د دواړو ملکونو اړیکې سختې خرابې شویدي او څو وارې د دواړو ملکونو د مشرانو لخوا لفظي بریدونه هم شوې.

XS
SM
MD
LG