د لاس رسي وړ اتصالات

پر ایران اقتصادي بندیز افغان کډوال اړ کړي خپل هېواد ته ستانه شي


د کډوالو نړیوال سازمان وايي چې په ۲۰۱۸ ۴۰۰زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي
د کډوالو نړیوال سازمان وايي چې په ۲۰۱۸ ۴۰۰زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي

په ۲۰۱۸ کال کې له ایران څخه شاوخوا ۴۰۰زره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا مهال په ایران کې یو میلیون افغان کډوال د اوسېدو قانوني اسناد لري او شاوخوا دوه میلیونه نور یې راجستر نه دي. ډېر شمېر کډوال د مزدورۍ او غریبۍ لپاره ایران ته تللي دي.

امریکا په دې وروستیو کې پر ایران یو لړ کلک اقتصادي بندیزونه ولګول چې هلته یې پر کاروبار او ژوند بد تاثیر کړی دی. په دې ورځو کې په ازاد بازار کې یو امریکایي ډالر په ۱۲۰۰۰ تومان خرڅیږي چې د ریال ارزښت یې بیخي ټيټ کړی دی.

ایرانیانو په یو شمېر ښارونو کې د خپل حکومت په ضد مظاهرې هم کړي دي. ښايی د همدغو اقتصادي اغیزو له کبله ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي وي. د کډوالو نړیوال سازمان وايي په ۲۰۱۸ کال کې څه باندې ۴۰۰زره ناراجستر شوي افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. په ۲۰۱۷ کال کې ۱۷۸۰۰۰ کسان راستانه شوي وو.

یو موټران چې د ایران له سرحد نه هره ورځ هرات ته راستنېدونکي کډوال انتقالوي وايي چې د ورځې ۳۰۰ کسان له ایران څخه راځي.

په دغې ډلې کې یې یو هم نور محمد دی چې په ایران کې له لس کلن مهاجرت وروسته افغانستان ته راستون شو. هغه د ازادۍ راډیو ته ویلي دي چې ایران کې یې موټرې وینځلې او د بیارغونې په شرکتونو کې به یې کار کاوه. خو"اوس ریال ډېر لویدلی او بې ارزښته شوی دی. ما ګټه نشوه کولی او خپلې کورنۍ ته مې پېسې لېږلې نشوې."

یو بل راستون شوي صدیق الله هم ازادۍ راډیو ته ویلي "که په خپل وطن کې د ورځې ۳۰۰هم وګټم د ایران تر ګټې زیات دي. زه فکر نکوم چې ډېر افغانان به په ایران کې پاتې شي، ډېر به یې بېرته راستانه شي."

په نړۍ کې میلیونونه افغانان کډوال دي او ډېر یې په بهرنیو هېوادونو کې ګټه وټه کوي او افغانستان ته یې استوي. داسې ارقام نشته چې دغه کډوال د کال څومره افغانستان ته لیږي خو د اټکل له مخې شاوخوا څلور میلیارد ډالر افغانستان ته انتقالیږي.

XS
SM
MD
LG