د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران انقلابي ګارد په خلیج کې نظامي تمرین پیل کړی


امریکايي چارواکي وايي ښايي په دغه تمرین کې ۱۰۰ لویې او وړې بېړیو برخه اخیستې وي
امریکايي چارواکي وايي ښايي په دغه تمرین کې ۱۰۰ لویې او وړې بېړیو برخه اخیستې وي

ایراني چارواکي‌ وايي‌ له څو ورځو راهېسې یې د "دښمنانو" د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره په خلیج کې پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې تهران له واشنګټن سره د اړیکو له خرابوالي وروسته په خلیج کې له وخت نه مخکې سمندري پوځي تمرینونه پيل کړي دي.

د ارنا دولتي اژانس د انقلابي ګارد د ځواکونو د ویاند له خولې لیکلي دي ‌"دا تمرین د انقلابي ګارد د کلنيو پوځي تمرینونو په چوکاټ کې د نړیوالو اوبو د کنترول او ساتلو لپاره کیږي."

رویټرز اژانس وايي امریکايي چارواکو تائید کړې ده چې ایران په دې وروستیو کې سمندري پوځي فعالیتونه زیات کړي‌ دي. دا تمرینونه د هرمز په تنګي کې د تیلو د انتقال په یوې ستراتېژیکه برخې کې کیږي چې د ایران د انقلابي ګارد ځواکونو یې د تړلو ګواښ کړی و.

د ګارد قومندان محمد علي جعفري دغه تمرینونه ستایلي دي او ټېنګار یې کړی دی چې دا د "دښمنانو" د ګواښونو د مخنیوي او د هرمز د تنګي د امنیت ساتلو د امادګۍ او چمتوالي تمرینونه وو. یو امریکایي چارواکي ویلي ښايي‌په دغو تمرینونو کې ۱۰۰ لویو او کوچنیو بېړیو برخه اخیستې وي.

دا پوځي تمرینونه له هغې وروسته کیږي چې امریکا پر ایران یو لړ نوي بندیزونه ولګول او د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د رسنیو له لارې یو بل ته ګواښونه وکړل.

واشنګټن څو میاشتې مخکې د تهران له اتومي تړون څخه ووت چې د تهران، نړۍ د زبرځواکونو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و. ولسمشر ټرمپ وايي په دغه تړون کې ډېرې نیمګړتیاوې شته او په خبره یې ایران له دغه تړون څخه ناوړه استفاده کوي او خپل اتومي پروګرام یې روان ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG